غزل!

صابرجان محصل
د فتنو په دې دوران کې د ظالم رقیب له فرېب څخه بېرېږم
هسې نه چې مې لاهو کړي د ګناوو سمندر ته حیرانېږم
ربه ته مې کړه ملګری د اصحاب کهف په غار کې
د دې عصر داسې حال دی چې زه نور ترېنه ډارېږم
شهادت مې کفاره کړې د انبار انبار ګناوو
هم مې مال عیال فتنه ده هسې نه چې بیاغرقېږم
نور مې واخله له جهانه نور مې وغواړه حضور ته
هسې نه په جهان زوړ یم شم کمزوری چې رپېږم
ژوند مې هوښ دی که پوهیږې هسې نه له ژونده تنګ یم
د دنیا ژوندون محدود دی زه ابد ته هوسېږم
ستا د څنګ یاران دي تللي یو ته پاته یې. صابره.
څنګه ژوند کړې په جهان کې زه وتاته حیرانېږم



