زابل: کلات ښار کې د ملي امنیت پر مرکز موټربم برید شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۸، پنجشنه)

نن سهار د زابل مرکز کلات ښار کې د ملي امنیت پر رياست موټربم بريد درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د زابل والي رحمت الله يارمل د لس کسانو د وژنې او نوي کسانو ټپي  کيدل تاييد کړي دي.

خو د زابل د ولايتي شورا رئيس عطاجان حق بیان وايي، تر دې دمه د پيښې له ځايه د شل کسانو مړي او پنځوس تنه ټپيان روغتون وړل شوي دي.

د پيښې ځای ته نږدې سرچینې وايي، په بريد کې د ملي امنیت رياست ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې او لا هم د امنیت کارمندان تر خاورو لاندې دي.

د چارواکو په وینا، د چاودنې پر مهال د امنیت سره نږدې د ولايتي روغتون ودانۍ ته هم زیان اوښتی دی.

طالبانو د بريد مسؤولیت منلی وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه لیکي، په برید کې د استخباراتو ودانۍ ويجاړه او ګڼ شمير د امنیت ملي افسران، عسکر او کارمندان وژل شوي او ټپيان دي.

نوموړی وايي، په دې اړه به وروسته رسنيو سره جزیات شريک کړي..

 

مربوطه مطالب

Back to top button