غزني: ترافیکي پیښه کې اووه کسان وژل شوي، یو شمېر نور ټپیان دي

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲۸وږی، ۱۳۹۸)

غزني کې د ترافیکي پیښې له امله اووه تنه وژل شوي او د راپورونو پر اساس چې ګڼ شمیر نور ټپیان هم دي خو د ټپیانو حالت د اندېښنې وړ نه ښودل کیږي.

ولایتي چارواکو هم پیښه تائید کړې او زیاته کړې یې ده چې پیښه د کابل–کندهار پر لویه لار د غزني د روضې کوتل سیمې سره نږدې شوې ده.

یو کرولا ډوله موټر له ۴۰۴ غټ مسافر وړونکي موټر سره ټکر شوی چې مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده.

د پیښې لامل د موټر چلونکو بې احتیاطي او بې غوري ښودل شوې ده.

په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د غزني ولایت د والي ویاند احمد خان سیرت ویلي چې په پیښه کې وژل شوي او ټپیان د غزني ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په دې لاره داسې پیښه رامنځته کیږي، بلکې څو ځله وړاندې هم د هیواد پر لویو لارو د موټروانانو د بې غورۍ له کبله خونړۍ مرګ ژوبله اوړي.

مربوطه مطالب

Back to top button