ننګرهار: خوګیاڼو کې د جنغوځيو پر شکوونکو بمبار کې کم و زيات پنځوس کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۸، پنجشنبه)
د ننګرهار ولايت خوګياڼو ولسوالۍ مربوط د وزيرو تنګي سیمه کې د ګډو ځواکونو له خوا هوايي برید شاوخوا سل کسانو ته مرګ زوبله اړولې ده.
د اشرف غني سلاکارت جاويد زمان وايي، بريد په هغو کسانو شوی چې په تنګي کې يې جنغوزي شکول.
د نوموړي په وينا، تر اوسه د شل کسانو کاریګرو جسدونه موندل شوي او کليو ته راوړل شوي دي.
دغه راز د ولايتي شورا غړي اجل عمر ويلي، بریدونه د بې پيلوټه الوتکې له خوا ترسره شوي چې په وينا يې ديرش کسان وژل شوي او څلويښت نور ټپيان دي.
ځايي اوسيدونکي وايي، د يوسل پنځوس کسانو په شاوخوا کې کاريګرو جنغوزي شکول چې بيګا د شپې يوه بجه پرې بمباري پيل شوه.
د سيمې یو تن اوسيدونکي کابل ټکی کام ته وويل، د پنځوس کسانو په شاوخوا کې کاریګر وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي چې لا هم د بمبار په سیمه کې پاتې دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د ګډو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ملکي وګړي په نښه کيږي بلکې تر دې مخکې هم په شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو کې ودونه، کلي او جنازې بمبار شوي چې ډله ييز ډول پکې لسګونه ملکي کسانو ته تلفات اوښتي خو چارواکي يې په اړه چوپه خوله دي.



