ټرمپ پر ایران د لا سختو بندیزونو خبر ورکړی

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲۸وږی، ۱۳۹۸)

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ایران په وړاندې غصه راپارېدلې او پر دې هیواد یې د لا سختو بندیزونو خبر ورکړی دی.

د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې یو ځل بیا وروسته له هغه د تاوتریخوالي پر لور رهي شوې چې په سعودي کې د تیلو په چڼځایونو باندې خونړي بریدونه وشول.

ټرمپ تازه د ایران په اړه خبرداری ورکړی چې په دې هیواد به نور بندیزونه هم وضع کړي.

نوموړي ویلي چې د مالي وزیر سټیون منوچن ته یې ویلي چې پر ایران لګیدلي بندیزونه دې نور هم سخت شي.

ټرمپ همدا راز په لاس انجلس کې له خبریالانو سره په خبرو کې د ایران په اړه یوه بله خبر هم وکړه چې په ټکو یې د ایران د موضوع په اړه له ده سره وروستی انتخاب هم شته خو د دې انتخاب نور جزئیات یې ونه ویل.

مربوطه مطالب

Back to top button