امریکا سعودي عرب کې پوځيان ځای پر ځای کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۳۰، شنبه)
د امريکا دفاع وزارت پنټاګان ويلي، چې ډونالډ ترمپ سعودي عربستان ته د پوځيانو پر ليږلو او هغه هیواد کې د هوايی او توغنديز دفاعي سستم پر نصبولو هوکړه تاييد کړې ده.
د سپتمبر په څوارلسمه په سعودي کې د تيلو پر دوو چڼځايونو د بې پيلوټه الوتکې او توغنديز بريدنه ترسره شول.
که څه هم به يمن کې حوثي یاغيانو د دغه بريدونو مسؤولیت په غاړه واخيست خو امریکا او سعودي وايي، د بريدونو تر شاه ايران لاس لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه مهال وويل، که تاييد شي چې د بريدونو تر شاه د چا لاس دی نو پرضد به يې پوځي اقدام وکړای شي.
د جمعې به ورځ د امریکا دفاع وزير یوه خبري کنفرانس ته وويل، سعودي ته د امریکاي ځواکونو د لیږلو درې هدفونه دي چې لومړی دا چې ایران پوه شي امریکا په سیمه کې د خپلې ټلوالې ملاتړې ده، دوهم دا چې د نړيوال اقتصاد لپاره د سرچينو د دوام ملاتړ هم کوي او په عین حال کې يې چې سوله ييزې لارې خپلې او له ويجاړوونکو کړنو لاس په سر شي.
د امریکا دفاع وزارت په تيره جولای مياشت کې هم اعلان کړی و چې سعودي کې به د دې لپاره ځواکونه ځای پر ځای کړي چې د امریکا يي ګټو پرضد د راپورته کيدونکي باوري خطر مخنیوی وکړي.
د سعودي چارواکو ويلي و چې پاچا سلمان د امریکايي پوځيانو د وراستولو اقدام تاييد کړی دی.
په ۲۰۰۳میلادي کال کې امریکايي ځواکونه له سعودي عربستانه وتلي وو او اوس لومړی ځل بېرته دغه هېواد ته ستنېږي.



