دکورنیوچارو وزارات ویاند؛ له رسنیو غوښتي چې دولتي تلفات باید ملکي تلفات یاد کړل شي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ وږی ، ۱۳۹۸ل)
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کورنیو چارو وزارت د ویاند لخوا رسنیز ګروپ ته یو لیږل شوي مکتوب افشا کړی چې خبریالانو نه پکې یوشمېر غوښتنې شوي دي.
یاد لیک کې د انتخاباتو او د دولتي ځواکونو د مرال نه لویدو له امله له ټولو رسنیو غوښتل شوي چې هرځای دولتي ځواکونو ته تلفات ور اوړي باید ملکي تلفات وبلل شي.
یاد مکتوب سره جاهد لیکلي، په همدې اساس ځينو رسنیو سر له اوسه لا خپله تګلاره بدله کړې ده او ټول نظامي تلفات په ملکي هغو تعبیروي او علت یې هم ددولتي سرتېرو مرال ساتنه ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په یاد لیک کې غوښتي «له ټولو همکارو خبریالانو، باخبره لیکوالانو دا عرض دی چی د هیوادنۍ مینې پر اساس د خپلو امنیتي منسوبینو تلفات تر ډیره له کورني خپلوانو او نړیوالو رسنیو پټ وساتل شي رسنیز نه شي.
دده په وینا دغه ترهګریز برید «د زابل د ملي امنیت پر ریاست» ټول ملکي هیوادوال په نښه شوي، ځکه چې امنیتي بنسټونه هم د ملکي هیوادوالو تشکیل دی.
رحیمي زیاته کړې، تاسو مرسته وکړئ یاد برید پر روغتون وښیئ تر څو زمونږ د قهرمانو امنیتي منسوبینو مرال کمزوری نه شي، انتخاباتو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي باید له دولت سره خپل ملاتړ وښیئ»
له یادې غوښتنې سره سم له څو ورځو راپدیخوا د تش په نام آزادو رسنیو سکرینونه ددولتي تلفاتو پرځای له ملکي تلفاتو ډک دي.
تېره ورځ لوګر کې په امریکایي قطار یو موټر بم برید وشو چې په نتیجه کې یې دوه ټانګونه ویجاړ او اته تنه امریکایي سرتیري ووژل شول، خو هغه برید هم په ملکي خلکو تعبیر کړل شو.



