پاکستان: د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران له زندانه خوشې شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۳۰، شنبه)
د پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران چې څلور مياشتې مخکې د حکومت له خوا نيول شوي و بيرته خوشې شول.
علي وزير او محسن دور د وزيرستان په خړ کمر سيمه کې د پوځ سره له يوې پيښې وروسته ونيول شول.
پښتون ژغورنې غورزنګ پلويانو د محسن دوړ او علي وزير په مشرۍ لاريون کړی و چې پر مهال يې د پوځ د سرتيرو سره لومړی اخ و ډب او وروسته ډزې رامنځته شوې.
پوځ ادعا وکړه چې د ياد غورزنګ کسانو پر پوسته برید وکړ چې دوی پرې ډزې وکړې خو د غورزنګ مشرانو د چارواکو یاده ادعا رد کړې وه.
په ياده پيښه کې شاوخوا شل کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
په خړ کمر کې له رامنځته شوي تاورتيخوالي وروسته د غورزنګ دوه مهم مشران او د هغه هيواد د پارلمان غړي علي وزير او محسن دوړ د حکومت له خوا ونيول شول چې څلور مياشتې يې په زندان کې تيرې کړې.
دوه ورځې مخکې د پېښور عالي محکمې د دوړ او وزير په ضمانت د پريښودلو امر کړی و.
پښتون ژغورنې غورزنګ د پاکستان په ټولو صوبو کې په زرګونه پلويان لري چې وخت ناوخت د پښتنو د حقونو غوښتنې لپاره مبارزه او لاریونونه کوي، د حکومت او پوځ پر ضد شعارونه ورکوي.



