کابل ټکی کام ۰۲سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
خبري رسنیو خبر ورکړی دی چې د مصر پلازمینه قاهره کې پر یوه اپارتمان چاودنه شوې ده چې له امله یې ۹تنه وژل شوي او ۱۳تنه نور ټپیان دي.
خبر وايي، په وژل شویو کې ۶تنه پولیس هم دي.
د مصر د کورنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې د یاد برید په تأیید کې ویلي دي چې دغه چاودنه د اخوان المسلمین ډلې پورې اړه لري.
د یادولو ده چې یاده چاودنه داسې مهال شوې ده چې د چین جمهور رئیس (جین پینګ) دغه هېواد ته سفر لري.
















