کابل ټکی کام ۰۲سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د (روسیه ۲۴) ټلویزیوني کانال راپور ورکړی دی چې د جنورې په ۲۰مه نېټه د چهارشنبې په ماښام برلین کې، یوه اېراني یوه ۲۰کلنه جرمنۍ انجلۍ د میټرو رېل ګاډي ته غورځولې، او وژل شوې ده.
راپور وايي، دغه اېرانی چې په هامبورګ کې اوسېدلو، د جرمني پلازمینې ته له پېښې څخه څو ساعته وړاندې راغلی وو.
راپور کاږي، دغه اېراني کس له یادې انجلۍ سره هیڅ پېژندګلوي نه درلوده.
یاد اېراني چې کله انجلۍ په مټرو کې رېل ګاډي ته وغورځوله، نو د تېښتې هڅه یې ونکړه چې په میټرو کې د مسافرینو له لوري ونیول شو.
د پولیسو له لوري د تحقیق څخه وروسته جوته شوه چې یاد اېرانی له دې څخه وړاندې هم (خلکو ته د روغتیايي ضرر رسولو) په تور محاکمه شوی وو، او د دوی تر څارنې لاندې وو.
له دې پېښې څخه وروسته د جرمني خلکو یې په وړاندې کلک غبرګون وښود، او د دغه هېواد له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې تر څو د منځني ختیځ او افریقايي هېوادونو څخه د کډوالو راتلل منع کړي.
















