پوښتنه : هغه کوم لمونځ دى کوم چې له ټولو بهتر دى؟.
ځواب : په نفلو کې تهجد تر ټولو بهترين لمونځ دى ([1]).
په تياره کې د تهجدو کول
پوښتنه : د تهجدو لمونځ په تياره کې کيدلاى شي او که نه؟.
ځواب : کيدلاى شي ([2]).
د تهجد او نفلو لغوي معنى
پوښتنه : د نفلو او تهجدو لغوي معنى څه دى؟.
ځواب : نفل زيادت ته او تهجد د خوب پريښودلو ته ويل کيژي [3]
په تهجدو کې په زوره قرائت کول
پوښتنه : د تهجدو په نفلو کې په زوره قرآنکريم لوستل کيدلاى شي او که نه؟.
ځواب : روا او مستحب دى ([4]).
د تهجدو نيت څه ډول کيژي
پوښتنه : د تهجدو نيت د نفلو کيژي او که د سنتو؟.
ځواب : په تهجد لمانځه کې د نفلو نيت کيژي ([5]).
د تهجد لمانځه رکعتونه
پوښتنه : د تهجد لمانځه په رکعتونو کې مختلف روايتونه دي، صحيح روايت کوم يو دى؟.
ځواب : د رسول الله صلی الله علیه وسلم عام عادت د اتو رکعتونو کول وو، مګر دغه اندازه د فرض لمانځه په څير نه دى چې کمى او زياتوالى پکې روا نه دى ([6]).
ايا په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د تهجدو لمونځ فرض وو
پوښتنه : يو شمير علماء کرام وايي چې په عامو مسلمانانو باندې پنځه لمنځونه فرض دي او په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې شپژ لمنځونه فرض وو، او وايي چې د تهجدو لمونځ په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې فرض وو، آيا دا خبره صحي دى او که نه؟.
ځواب : په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د تهجدو لمونځ فرض وو او که نه؟ په دې کې دوه قولونه دي، او د اختلاف منشاء دا دى چې د اسلام په ابتداء کې کله چې پنځه لمنځونه فرض شوي نه وو په هغه وخت کې د تهجدو لمونځ په ټولو باندې فرض وو، وروسته يې د امت په حق کې فرضيت منسوخ کړى شو، مګر دا خبره چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې يې هم فرضيت منسوخ شوى وو او که نه؟ په دې کې اختلاف دى، امام قرطبي رحمه الله او علامه قاضي ثناء الله پاني پتي رحمه الله ديته ترجيح ورکړې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې يې هم فرضيت باقي نه وو پاتې شوى، سره له دې رسول الله صلی الله علیه وسلم تهجد په پابندي سره کولو، په حضر او سفر کې يې تهجد نه پريښودلو ([7]).
د تهجد لمانځه رکعتونه څو دي
پوښتنه : د تهجد لمانځه متعلق روايتونه مختلف دي، څو رکعته کول يې پکار دي؟ او د دوه دوه رکعتونو نيت کول پکار دي او که د څلورو څلورو؟.
ځواب : اته رکعته غوره دي، او د دوه دوه رکعتونو کول بهتر دي ([8]).
د شکرانې لمونځ
کوم وخت چې لوى نعمت حاصل شي يا کوم مصيبت ليرې شي نو بهتره ده چې د شکرانې لپاره کم له کمه دوه رکعته لمونځ اداء کړى شي، او که چيرته دا نه وي نو د شکر سجده هم مستحب دى، مګر له لمانځه وروسته د شکر سجده کول منع دى، ځکه چې نا خبره خلک بيا په دې باندې د سنتوالي يا واجبوالي عقيده کوي ([9]).
د شکرانې لمانځه اداء کول څه وخت پکار دي
پوښتنه : د شکرانې لمانځه لپاره کوم وخت مقرر دى او که نه؟ بل دا چې د رکعتونو شمير يې څو دى؟ دوه دى که څلور؟.
ځواب : نه يې وخت مقرر دى، نه شمير، البته په مکروه وختونو کې يې کول نه دي پکار، او د رکعتونو شمير يې له دوو څخه کم نه دى پکار ([10]).
د څاښت لمونځ
د ځاښت لمونځ مستحب دى، په دې کې اختيار دى، که څوک غواړي څلور رکعته دې وکړي او که څوک غواړي له دې څخه دې زيات وکړي، له نبي کريم صلی الله علیه وسلم نه څلور هم منقول دي او دا هم منقول دي چې کله يې له څلورو څخه زيات هم کړي دي، د طبراني په يوه حديث کې تر ١٢ رکعتونو پورې منقول دي (مراقي الفلاح).
د ځاښت لمانځه وخت د لمر له ښه راختو نه نيولې له زوال نه تر دمخه وخته پورې دى (مراقي الفلاح) د ځاښت لمونځ دې په دې نيت سره وکړى شي (نويت ان اصلي اربع رکعات الصلوة الضحى سنته النبي صلي الله عليه وسلم) ما دا اراده کړې چې د څاښت څلور رکعته لمونځ د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په سنت باندې وکړم.
د ثواب غوښتونکي او د سنت پيروي کونکي ته پکار دي چې د تهجدو، شکرانې او څاښت لمنځونه له کوم قوي عذر پرته پرې نژدي، په شپه او ورځ کې فرض او غير فرض چې سره يو ځاى کړل شي نو ټول شپژ څلويښت رکعتونه کيژي، ١٧ رکعتونه فرض، ٣ وتر، ١٢ رکعته سنت مؤکده کوم چې له پنځه وخته لمنځونو سره يو ځاى اداء کيژي، ٨ رکعته د تهجد او ٤ رکعته د څاښت.
مګر افسوس چې مونژ ته د کم همتي او سستي له امله د فرض لمانځه کول ګران دي ([11]).
د څاښت څو رکعته بهتر دي
پوښتنه : د څاښت لمانځه د رکعتونو صحي شمير او صحي وخت څه دى؟.
ځواب : د څاښت لمانځه بهترين وخت له لسو بجو نه نيولې تر دوولسو بجو پروې دى، کم له کمه دوه رکعته، زيات نه زيات دوولس رکعته او د درميانه درجه اته رکعتونه دي او همدا بهتر دي ([12]).
تحية المسجد
دا لمونځ د هغه کس لپاره سنت دى کوم چې جومات ته داخل شي (درمختار)
له دغه لمانځه څخه مقصود د جومات تعظيم دى، کوم چې په اصل حقيقت کې د خداى تعالى تعظيم دى، ځکه چې د مکان تعظيم د مکان د څښتن له وجهې کيژي، پس له خداى تعالى پرته تعظيم په هيڅ ډول له دې څخه مقصود نه دى، جومات ته له راتلو وروسته او له کيناستلو دمخه دوه رکعته کول سنت دي، مګر په دې شرط چې کوم مکروه وخت نه وي ([13]).
تحية الوضوء
له اودس کولو وروسته او د ادامونو په وچيدو دمخه دوه رکعته لمونځ مستحب دى (درمختار) او که چيرته څلور رکعته وکړى شي نو هم کومه خبره نشته، او که کوم فرض، يا سنت وکړى شي نو هم کافي دي، ثواب ورکول کيژي ([14]).
که وخت کم وي نو د تحية الوضوء کول پکار دي او که تحية المسجد
پوښتنه : که چيرته يو کس جومات ته ولاړ شي او د جماعت دريدو لپاره دوه درى دقيقې پاتې وي، نو آيا دوه رکعته تحية الوضوء وکړي او که تحية المسجد وکړي؟.
ځواب : د دواړو نيت دې وکړي، او که چيرته په وخت کې ګنجايش وو نو د دواړو جلا جلا کول مستحب دي ([15]).
د اذان پر مهال د تحية الوضوء کولو حکم
پوښتنه : که چيرته يو کس جامع جومات ته په داسې وخت کې ورسيژي چې اذان شروع وي، په دې وخت کې د تحية المسجد په نيت سره لمونځ شروع کولاى شي او که د اذان تر ختميدو پورې به انتظار کوي؟ همدا ډول د ماسپښين وخت له شروع کيدا وروسته او د اذان له کولو دمخه سنت کولاى شي او که نه؟ او که به يې د اذان له کولو وروسته کوي؟.
ځواب : د تحية المسجد کولو لپاره دې کيني او د اذان تر ختميدلو پورې دې انتظار وکړي، کله چې د ماسپښين وخت شروع شي نو د سنتو کول صحي دي، اګر که اذان نه وي شوى ([16]).
د سفر لمونځ
کله چې کوم کس له خپل وطن څخه سفر کوي نو د هغه لپاره مستحب دي چې دوه رکعته لمونځ په کور کې وکړي او په سفر روان شي، او کله چې له سفر څخه راځي نو مستحب دا دي چې لومړى جومات ته ولاړ شي، دوه رکعته لمونځ وکړي او له وروسته خپل کور ته راشي.
د مسافر لپاره دا هم مستحب دي چې د سفر په مينځ کله چې کوم وخت يوه ځاى ته ورسيژي او هلته د قپام کولو اراده وکړي نو له کيناستلو دمخه دوه رکعته لمونځ وکړي ([17]).
د استخارې لمونځ
د يوه روا او مباح کار د پيل کولو څخه وړاندې دوه کارونه سنت دي، چې يو يې استشاره (مشوره) او بل يې استخاره دی، او که له دې دواړو څخه په يوه اکتفاء وکړي نو هم صحيح دی.
استشهاره : دا ده چې د يوه مهم او روا کار پيل کولو څخه وړاندې بايد د متدينو، خيرخواه او داسې کسانو سره مشوره وشي چې د هغه کار په اړه پوه او بصيرت لري .
او استخاره : دا ده چې دوه رکعته نفل لمونځ وکړي او بيا دا دعا وکړي : اې الله ! که په دې کار کې چې ما يې اراده کړې زما خير وي نو ته يې راته اسان کړې او توفيق راکړې او که په دې کار کې زما د دين يا د دنيا نقصان وي نو ته مې ځنې وژغوره او که د دې تورو په ځای هغه دعا وکړي چې په حديث کې يې الفاظ ذکر شوي او خپل مطلب ور سره په زړه کې ونيسي نو ډيره ښه ده .
د استخارې فضيلت او دعا
)عَنْ جَابِر = قال : کانَ رَسُوْلُ الله صلی الله علیه وسلم يُعَلّمُنَا الاِسْتِخَارَة فِی الْاُمُور کُلّهَا کَالسُّوْرَةِ مِنَ الْقُرْآن، يَقُولُ اِذَا هَمَّ اَحَدُکُمْ بِالْاَمْرِ، فَلْيَرْکعْ رَکْعَتِيْنِ مِنْ غَيْر الْفَرِيْضَةِ ثُمّ ليَقُلْ(
ژباړه : حضرت جابر = وايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم به په ټولو کارونو کې مونږ ته د استخارې دعا داسې په تاکيد سره را ښودله لکه د قرانکريم يو سورت، او ويل به يې چې تاسو کله د کوم کار نيت وکړی نو دوه رکعته نفل لمونځ وکړی او بيا دا دعا ووايئ :
)اَللَّهُمّ اِنّیْ اَسْتَخِيْرکَ بِعِلْمِکَ، وَاَسْتَقْدِرکَ بِقُدْرَتِکَ، وَاَسْألکَ مِنْ فَضْلِکَ الْعَظِيْم، فَاِنَّکَ تَقْدِرُ وَلَا اَقْدِرُ، وَتَعْلَمُ وَلَا اَعْلَمُ، وَاَنْتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ، اَللَّهُمّ اِنّیْ کُنْتَ تَعْلَمُ اَنَّ هَذَا الْاَمْرَ خَيْرٌ لِيْ فِيْ دِيْنِيْ وَمَعَاشِيْ وَعَاقِبَةِ اَمْرِيْ، فَاقْدُرْهُ لِيْ وَيَسِرْهُ لِيْ، ثُمَّ بَارِکْ لِيْ فِيْه، وَاِنْ کُنْتَ تَعْلَمُ اَنَّ هَذَا الْاَمْرَ شَرٌّ لِيْ فِيْ دِيْنِيْ وَمَعَاشِيْ وَعَاقِبَةِ اَمْرِيْ، فَاصْرِفْهُ عَنِيْ، وَاَصْرِفْنِيْ عَنْهُ، وَاقْدُرْ لِيَ الْخَيْرَ حَيْثُ کَانَ، ثُمَّ رَضِّنِيْ بِهِ( ([18]).
ملاحضه : دلته بايد دغه څو ټکي په نظر کې ونيسو :
(۱) استخاره يوازې په هغو امورو کې کيږي چې مباح يا فرض غير موقت وي، په محرماتو او مکروهاتو کې استخاره نه ده روا
(۲) استخاره دوه رکعته نفل لمونځ کول او بيا په وړانديني ډول سره دعا کول دي، له لمانځه وروسته ويده کيدل او خوب ليدل ضروري نه دي او چې يو ځل دوه رکعته نفل وکړي بيا تر هغه وروسته د ډيرو کارونو لپاره ډيرې استخارې کولای شي، هره استخاره جلا جلا نفل نه غواړي، بل دا چې کله په دعا کې د (هذا الامر) توري وايې نو هغه خپل مطلوب دې په ذهن کې راولي
(۳) د استخارې له دعا وروسته که يې په زړه کې د هماغه کار کولو رغبت پيدا شو نو هغه کار دې وکړي او که يې په زړه کې د هغه کار د نه کولو رغبت پيدا شو نو نه دې کوي : او که يو حالت هم نه وو بيا دې دوهم يا دريم ځل استخاره وکړي .
(۴) استخاره يو اسانه عمل دی، که څوک ځان ور سره عادت کړي د لمانځه په وخت چې دوه رکعته نفل کوي او د خپلو اينده وړو او غټو کارونو لپاره لکه د استوګنې د ځای انتخاب، د سفر کول، د سفر لپاره د وخت، لارې او سپرلۍ تعين، تجارت او شراکت، د فيصلو کول، خطرناکو ځايونو ته ورتلل، له خطرناکو خلکو سره ملاقات کول، د ملګري انتخابول او داسې نورو کارونو لپاره استخارې کوي الله تعالی به يې له داسې کارونو وساتي چې تاواني او سبب د پيښماني وګرځي، مونږ عاجزه يو ډير ځله له خپله کړي کاره تاوان راته ورسيږي نو دا يې د حل بهترينه مسنونه او اسانه لار ده . ([19]).
([1]) فتاوى محموديه، ٧ : ٢٣٣، بحواله : سنن الترمذي، کتاب الصلوة، باب ما جاء في فضل صلوة الليل، ج : ١، ص : ٩٩، وکذا في مشکوة المصابيح، باب التحريض علي قيام الليل، الفصل الثالث، ج : ١، ص : ١١٠، وکذا في صحيح البخاري، باب قيام النبي 3 حتى ترم قدماه، ج : ١، ص : ١٥٢، ومسند الامام احمد ابن حنبل، ج : ٢، ص : ٥٨٦، مسند ابى هريرة، رقم الحديث : ٧٩٦٦.
([2]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٢٢٣، د لمانځه لپاره رڼا ته ضرورت نشته، رسول الله 3 په تياره کې هم لمونځ کړى دى.
([3]) فتاوى فريديه، ٢ : ٥٦١، بحواله : ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ١، ص : ٥٠٦، مطلب في صلاة الليل.
([4]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٢٢٢، بحواله : الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، فصل في القراءة، ج: ١، ص : ٤٩٨.
([6]) فتاوى محموديه، ٧ : ٢٣٣، بحواله : صحيح البخاري، کتاب التهجد، باب کيف صلاة الليل وکيف کان النبي 3 يصلي بالليل؟ ج : ١، ص : ١٥٣، ردالمحتار، باب الوتر والنوافل، ج : ٢، ص : ٢٥، صحيح البخاري، ابواب الوتر والنوافل، باب ما جاء في الوتر، ج : ١، ص : ١٣٥.
([7]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٢٠٥، بحواله : درمختار مع شامي، ج : ٢، ص : ٢٤، مطلب في صلاة الليل، وايضا الجامع لاحکام القرآن (القرطبي) ج : ١٩، ص : ٥٤، تفسير مظهري، ج : ١٠، ص : ١١٦، تحت آياته (فاقرؤا ماتيسر من القرآن).
([9]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ٢٤٣، بحواله : فتاوى محموديه، ج : ٧، ص : ١٢٧.
([10]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٢٢٦، بحواله : کنزالعمال، ج : ٧، ص : ٨٠٨، ايضا : مشکوة، ص : ٨٩، باب الذکر بعد الصلوة، ردالمحتار مع الدرالمختار، مطلب في سجدة الشکر، ج : ٢، ص : ١١٩.
([11]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ٢٤٤، بحواله : علم الفقه، ج : ٢، ص : ٤٥، کتاب الفقه، ج : ١، ص : ٥٢٧.
([12]) خير الفتاوى، ٢ : ٤٨٧، بحواله : شامية، ج : ١، ص : ٦٣٩.
([13]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ٢٤٥، بحواله : درمختار، البحر الرائق، شامي وغيره.
([14]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ٢٤٦، بحواله : مراقي الفلاح، علم الفقه، ج : ٢، ص : ٤٥.
([15]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٢٢٨، بحواله : شامي، مطلب في تحية المسجد، ج : ٢، ص : ١٨.
([16]) فتاوى محموديه، ٧ : ٢١٦، بحواله : تنوير الابصار مع الدرالمختار، ج : ٢، ص : ١٨، مطلب في تحية المسجد، باب الوتر والنوافل، کتاب الصلوة، ردالمحتار، ج : ١، ص : ٣٨٤ – ٣٨٥، باب الاذان.
([17]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ٢٤٧، بحواله : شامي وغيره، علم الفقه، ص : ٤٦، کتاب الفقه، ج : ١، ص : ٥٣٠.
([18]) رواه البخاري، مشکوة ص / ۱۲۶، باب التطوع.
([19]) مرقات، اشرف التوضيح، حاشيه مشکوة للغورغشتوي F، عيني او داسې نور.


















