غورځنګ
دا چې افغان ولس هره ورځ په څومره بې دردۍ وژل کېږي او نړيوالو وحشیانو ورته حشر کړی دی او نړيوال پوځونه هره شپه د افغانانو پر کورونو چاپې وهي په داسې حال کې د افغان دولت داخلي خلک هم ورسره وي، او بيا پر افغانانو باندې يې چې څه په وس کې وي هغومره ظلم او ستم ورسره کوي.
په دا اوس وختونو کې دا دی چې په غزني او نورو سیمو کې د چاپو په ترڅ کې چې په عام ولس يې زړه نه دی يخ شوی نو پر بازار رالګېدلي او ټول دوکانونه يې سوځولي دي.
نو له همدې امله اوس افغان ولس ته تر هرڅه سوله لومړيتوب لري، چې سوله نه وي نو ژوند نه وي، او سوله د هر انسان د ژوند د تأمين په معنا ده.
دا چې دلته په افغانستان کې جنګ د طالبانو او امريکايانو تر منځ دی نو ځکه خو بايد سوله هم د دوی تر منځ وي. او افغان حکومت چې هر وخت د سولې نغاره ډنګوي، يا خو دغه نغاره او د سولې پروسه جعلي ده او يا هم د پرديو په لاسونو کې ده.
خو بيا هم د جګړې يو اړخ له پيله تر اوسه پورې سولې ته پوره او مکمل ژمن دی، چې هغه طالبان دي. طالبانو چې نږدې له يوه کال راهيسې له امريکايانو سره د دوی د پوځيانو د وتلو او په افغانستان کې د اسلامي نظام د راتللو په اړه خبرې اترې کولې او تقريباً دغه خبرې اترې تر لسم پړاو پورې ورسېدلې، خو امريکايانو په بې هوده بهانو دغه خبرې ودرولې.
خو دا دی طالبان اوس هم په خپلو اعلاميو کې ښيي چې سولې ته اوس هم ژمن دي په داسې حال کې چې امريکايانو دغه خبرې درولې دي.
خو اوس نړيوالو ته دا خبره تر ټولو ښه معلومه ده چې د افغانستان په جنګي ډلو کې څوک سوله غواړي او څوک بيا د سولې مخالفت کوي.
خو مقابله ډله چې ځانونه افغان حکومت نوموي. او ځانونو ته وخت ناوخته د جمهوريت ساتونکي هم وايي او همدا نغاره ډنګوي چې دوی ته د جمهوريت ساتنه سره کرښه ده يعنې له جمهوريت څخه به په هر صورت دفاع کوي. او جمهوريت به د دوی په وينو خړوب وي.
خو د شنونکو په باور د جمهوريت ساتندويان هېڅکله هم په سوله کې نه خپلې ګټې ويني او نه هم سولې ته ژمن دي، بلکې غواړي چې په افغانستان کې همېشه جنګ واوسي تر څو د دوی ګټې تأمين وي.
او دا هم بايد ووايو چې د جمهوريت ساتونکو تل د سولې د خبرو د درولو هڅې کولې او کله چې دغه د سولې خبرې په ټپه ودرېدلې نو د جمهوريت په ساتونکو کې ايله بيله ساه وچلېدله.
نو بايد ووايو چې د جمهوريت ساتونکي هېڅکله هم سوله نه غواړي او نه يې هم سوله خوښه ده، بلکې د دوی ګټې په جنګ کې خوندي دي او دوی هغه عوامل برابروي د کومو له امله چې بايد په افغانستان کې جنګ دائمي واوسي.
د همدې لپاره يې د ټاکنو غولوونکې پروسه هم په کار اچولې ده او د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته سفرونه هم د ولسمشر غني د ټاکنيز کمپاين يوه برخه ده. او ولسمشر غني اوس بېلابېلو ولیاتونو ته د همدې لپاره سفرونه کوي تر څو خپل ټاکنيز کمپايني بهير ژوندی وساتي او خلک په دې قانع کړي چې ده ته رائيه ورکړي.
نو ولسمشر غني د خپلو ويناوو له مخې په هر صورت خپل ټاکنو ته ژمن دی په داسې حال کې چې دی بايد په کې بريالی وي.
خو بلخوا بيا افغان ولس تر بل هر وخته اوس سولې ته ژمن دی او په افغانستان کې يې د سولې راتلل ستر ارمان دی.
يعنې ولس او طالبان په مکمله معنا سولې ته ژمن دي خو جمهوريت ساتونکي بيا په مکمله معنا د سولې مخالف دي او د سولې په ضد يې سنګر نيول دی.
نو ځکه خو بايد ووايو چې ولسمشر غني ټاکنو؛ خو افغان ولس سولې ته ژمن دی!
















