څارنوال حشمت عبیدي
د تاریخ له مخې او آن د فرعون او موسی علیه السلام له مهاله مصریانو تل د مستبدینو پر وړاندې پاڅونونه کړي او په خپلو پاڅونونو کې تر هغې ټینګ پاتې شوي چې بالآخره فرعونان تس نس کړي. موسی علیه السلام له فرعون سره له دعوته نیولې آن تر مذاکراتو او بالآخره آن تر مقاومته او بالآخره تر هجرته ټولې لارې کارولي چې آخر هم فتحه د موسی علیه السلام او بربادي د ظالم، سفاک، او د خدایۍ د د عوه کوونکي فرعون په برخه شوه او د تل لپاره یې له دنیا نه کډه بار شوه. که د مصریانو تاریخ وکتل شي، ټول تاریخ یې د حق او باطل تر مینځ د مقابلې ټینګ ډګر پاتې شوي، چې وروستۍ خورا اوږده مقابله او مقاومت په دغه هیواد کې د اخوان المسلمین اسلامي غورځنګ او سیکولر مستبدینو تر منځ پیل شوې چې لا هم روانه ده، اخوان المسلمینو په دغه لار کې خورا قربانۍ ورکړي او لا یې هم ورکوي، خو له خپلې لارې لاس نه اخلي، او هغه دا چې د خدای په ځمکه د خدای نظام نافذ کړي. اخوان المسلمین د ټولو هر ډول قربانیو پر وړاندې پوره صبر او استقامت نه کار اخیستی او دې طریقې ته لا هم دوام ورکوي، دوی په دې لاره کې مرګ تر ټولو ستره ارزو ګڼي او زندان اعتکاف بولي، او له هیواده شړل سیاحت بولي. د امام حسن البناء نه نیولې آن تر ننه خپله مبارزه پر مخ بیايي او هر ډول ستونزې او کړاوونه ګالي او په هېڅ صورت له خپلې مبارزې څخه نه په شا کیږي، د حُسنِ مبارک د نظام پر ضد یې سیلاب ته ورته لاریونونه او پاڅونونه ترسره کړل، چې بالآخر وتوانېدل، د حُسنِ مبارک وروست نظام له مینځه یوسي او پر ځای یې د اخوان المسلمینو په لاس د سوچه اسلامي نظام د بنسټ ډبره کیږدي، خو دا چې د اسلام دښمنان په تېره بیا غربي سیکولرستان تل په مورچل کې دي څو چې په هره بیه کیږي باید د رښتیني اسلامي نظام د راتلو مخه ونیسي، نو د امریکا او یهودو په غیر مستقیمه لارښوونه په دغه هیواد کې فوځي جنرال السیسي تحریک کړل شو، رشوت ورکړل شو او هغه ېې د اخوان المسلمین د مشر محمد مرسي د حکومت پر ضد وپاراوه، هغه د امریکا او یهودو په پانګه وکولای شول، خپل پلویان د مرسي د حکومت پر خلاف وپاروي، خو دا چې د پلویانو شمېر یې د نشت په حساب و او نه یې شوای کولی نو ځکه خو يې په محمد مرسي باندې له هرې لارې وس وکړ او اخر يې د زور له لارې محمد مرسي له واکه لرې او خپل ځان يې واکمن اعلان کړ، مرسي يې په ډېره ناځوانۍ زندان ته واچاوه نږدې ټوله کورنۍ يې ورته زندانيان کړل چې تقريباً څو مياشتې وړاندې محمد مرسي په زندان کې وفات شو خو لارويان يې بيا هم کرار کېنه ناستل بلکې لا يې خپلې مبارزې ګړندۍ کړې او دا دی د السيسي د سيکولر نظام پر وړاندې يې بيا خپلو برياليو مبارزو ته زور ورکړی دی چې دا دی بيا هم بريا ته نږدې شوي دي… .
نو افغانان هم بايد ددغه سيکولر او جمهوري نظام پر وړاندې خپلې مبارزې پيل کړي تر څو له هېواد څخه مو دغه د امريکا راوړی نظام له منځه لاړ شي او پر ځای يې اسلامي نظام راشي. چې هېوادوال پکې دارام او سکون ساه واخلي.
او که افغانان د دغه سيکولر او جمهوري نظام پر وړاندې راولاړ نشي نو دغه د جمهوريت لارويان به لا هم خپلو شپنيو او وحشي چاپو ته زور ورکوي او عامل ولس ته چې څومره تلفات اړولی شي، اړوي يې.
















