طالبان: د ملا برادر اخوند په مشرۍ یو هیئت چین ته تللی

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۳۱وږی، ۱۳۹۸)

د طالبانو یو عالي رتبه ۹ کسیز پلاوی د قطر له دوحې څخه د ملا برادر اخوند په مشرۍ د چین پلازمېنه بیجنګ ته رسیدلی دی.

طالب ویاند سهیل شاهین په خپل تویټر لیکلي چې یاد پلاوي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي “ډین شیجو” سره ولیدل او د افغان سولې په اړه په وروستیو تحولاتو ورسره وغږید.

“دواړو خواوو د امریکایي ټيم سره د اسلامي امارت د ټيم په شویو مذاکراتو او توافقنامې خبرې وکړې. د افغانستان لپاره د چین خاص استازي و پتیله چې دغه توافقنامه د افغانستان د مسئلې د سوله ایز حل ښه چوګ
کاټ دی او مونږ یې ملاتړ کوو.”

شاهین وړاندې لیکلي: “همداشان ملا صیب برادر وویل مونږ د افغانستان د مسئلې د حل لپاره مذاکرات تر سره کړل او یوې هر اړخیزی توافقنامې ته ورسیدو. اوس که د امریکې ولسمشر له خپلې خبرې اوړي او خپلې ژمني نه مني، نو په افغانستان کې د هر‌‌‌‌‌‌ډول وراني او وینې توئيدنې مسئولیت به یې په غاړه وي.”

ملا برادذ اخوند له چینایي لوري سره په ترسره شوي ملاقات کې خبرداری ورکړی چې طالبان به په هر صورت له خپل ولس، هیوا او اسلامي ارزښتونو دفاع کوي.

د امریکا لخوا د طالبانو سره د مذاکراتو تر دریدو وروسته دا د طالبانو درېیم سفر دی چې بهرني هیواد ته یې ترسره کوي.

تر دې وړاندې دوه جلا جلا هیئتونه روس او ایران ته تللي وو او هلته د افغان سولې په اړه د کوربه هیوادونو له چارواکو سره غږیدلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button