پاکستان: ترافیکي پيښه کې د لس پوځيانو په شمول ۲۷ کسان مړه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱، دوشنبه)

د پاکستان په ګلګت بلتستان ایالت د یامر په سيلاني سیمه کې د یوې ترافیکي پيښې له امله شپږويشت کسان مړه شوي دي.

د بلتستان پوليس وايي، دغه بس موټر له اسکردو سيمې څخه راولپنډۍ ته روان و چې له غره سره ټکر شوی او له لارې اوښتی دی.

چارواکي وايي، په بس موټر کې د ښځو او ماشومانو په شمول ګڼ شمير پوځيانو هم سفر کاوه چې د پوځ په وينا، په مړو شويو کې لس تنه پوځيان هم شامل دي.

د ګلګت بلتستان ایالت ویاند فیض الله فراق وايي، په پيښه کې د ټپي شويو دولس کسانو روغتیايي حالت ښه نه دی، ښايي د مړو شمير له دې هم زيات شي.

مربوطه مطالب

Back to top button