بیګا بیا چیرته چاپه وه چې سهار ده په سلګیو

صابر

بیګا بیا چیرته چاپه وه چې سهار ده په سلګیو

نن  فضا غمجنه ښکاري لمر راخیژي په زګرویو

شپه مو تیره کړه په ویښه د چورلکو له دربا نه

مدرسه مهراب مو پټ وو د بارودو په لوګیو

د مسجد امام شهید وو حافظان تر خاورو لاندې

د ټول چم دروازې ماتې څه ژړاوې د مورکیو

پر چم جوړه کربلا وه ټول ولس وو غریو نیولی

د چا پلار یا زوی شهید وو په چا غم د ناوکیو

جنازې قطار قطار وې  د تور سرو ژړاګانې

چنارونه په ملا مات وو مات وزرې د مرغیو

دا وحشت وو په چا شوی څوک به داپوښتنه وکړي

نه طالب نه قومندان وو دا داستان وو د تنکیو

د.صابر. دغه دعا ده له پاک رب یې تمنا ده

یو غمخوار راته پیدا کړې چې موږ ساتي له پردیو

مربوطه مطالب

Back to top button