ستا په دې نظام اور پورې شه!

بت شکن طالب
پرون له پکتیا مرکز گردېز څخه یو نامعلوم شخص مسج وکړ،وروسته له سلام څخه یې په ژړا پیل وکړ،ډیر ناقرار و ترې مې وپوښتل صیب! تاسې څوک او ولي دومره له غمه ډک مسجان کوۍ،مقصود مو بیان کړی، ویل یې مولوي صیب!
زه یو بیچاره غریب ډاکټر یم سهار لاړ شم ماښام راشم خپلو بچيانو ته حلاله نفقه ګټم،دوه مې بچي دي یوه تور سرې او یو زه.
تیر کال په فلانۍ لاره کې قطاع الطریقو ( غلو ) لار راته ونیوه خو خدای ﷻ ترې وساتلم بیا یې ټلیفون له لارې اخطارونه راکول،حکومت ته لاړم عذر زارۍ مې ورته وکړې اما زما بیچاره غریب غږ چا وانوریده ډیر په تشویش،سرګردانه او ناقراره وم ژوند مې ډیر تنګ شو دواړه بچیان مې کابل ته ولیږل خو د غلو مشر هروخت د تليفون له لارې اخطارونه راکول، د حکومت ټولو ارګانونو ته ورغلم چا راته په درنده ونکتل او نه یې زما دغریبې څهرې لحاظ او همکاري وکړه.
طالبانو ته ورغلم هغوی ته مې د ناقراره ژوند کیسه وکړه هغوی زما د غمځپلي څهرې معالجین شول، ډاډ او اطمنان یې راکړ چې تاسو خپل ژوند او غریبي کوۍ له دې بعد به هیڅ څوک ګواښ نه درته پیښیږي.
کورته راغلم د دوی همکارۍ او اخلاقو ډیر متاثره کړم خپل ژوند او غریبي مې پیل کړه،پوره یو کال تیر شو هیڅ نه و خو سږکال بیا د دې ظالمانو د پنجو ښکارشوم،خو په چالاکۍ مې ځان ترې وژغوره، غلو د حکومت نظامي جامه پر تن وه، لاړم دحکومت ټول ارګانونه مې خبر کړل،دتیر په څیر چا مې غږ وا نوریده،خو بیا دتليفون له لارې ګواښونه راته کیدل، او ویل یې راته که دي دا ځل طالبان خبر کړل دګور ملیمه به شې، اوس د وطن پريښودلو ته اړشوم، د ترکیې په طرف روان شوم،وطن دې اشرف غني ته مبارک وي، آخری مسج یې ویل یې زما غږ تر ټولو هیوادوالو ورسوه.
ربه زما په مظلوم ملت رحم وکړي، هغوی چې واړه او غټ نر او ښځې یې په اروپا کې پرتوګ ښکلي ګرځي، دفرعون په څیر یې په دنیا کې دتمامو مسلمانانو په حضور کې ذلیله او بدمرګه کړي……..!
طالبه! پام چې دملت زړه درنه ازار نه شي یواځې هم تاته یې هیله ده……. او بس



