کابل ټکی کام ۲۰وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د روزګان ولایت له چهارچینو ولسوالۍ څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې بېګاه شپه طالب وسله والو د پیر جوتي سیمه کې د اربکیانو د دوو قمندانانو، (قمندان ماما او قمندان شیراغا) قرارګاوې تر برید لاندې راوستې.
د جګړې په پایله کې دواړې قرارګاوې د طالب وسله والو لاسته لوېدلي دي.
او د یادو دواړو قمندانانو په شمول د ملي امنیت ۶تنه نور سرتیري وژل شوي دي.
او په قرارګاه کې له ملي امنیت څخه پاتې ګڼ شمېر مهمات طالب وسله والو له ځانه سره وړي دي.

















