کابل ټکی کام ۲۰وږی/۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
د فارياب د ولايتي شورا رئيس وايي، وسله والو طالبانو په خپلو بريدونو کې په دې وروستيو ورځو کې ۲۰نور کلي نيولي دي.
د ولايتي شورا رئيس د دغو کلو له لاسه وتل له دې امله بللي، چې هلته امنيتي ځواکونه کم وو او زياتوي چې طالبانو د پشتونکوټ او قيصار دغه کلي پرته له کوم مقاومته ونيول.
څو ورځې وړاندې په فارياب ولايت کې د اردو چارواکو ويلي وو، چې د دې ځای اربکيان د طالبانو پر ضد مقاومت نه شي کولای، ځکه نو دوی هم نيولې سيمې بېرته خوشې کوي او طالبان يې يو په بل پسې نيسي.
په تازه راپورونو کې په فارياب کې د اردو يو قوماندان شيرين شاه کوبندي بيا ويلي دي، چې د وسله والو مخالفينو او دولتي ځواکونو تر منځ همدا اوس هم سختې نښتې روانې دي.
تېره ورځ هم په ولسي جرګه کې د فارياب د خلکو يو نماينده ګواښ کړی و، چې که زر تر زره د دې ولايت د امنيتي ځواکونو مرسته ونه شي، نو طالبان به د فارياب د مرکز په ګډون څو ولسوالۍ ونيسي.
طالبان په داسې حال کې دغه سيمې بېرته نيسي، چې يوازې څو اونۍ وړاندې د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال رشيد دوستم فاریاب ته د طالبانو د ورکولو په موخه ولاړ، خو هلته له څه مودې تېرولو وروسته پرته له دې، چې لاسته راوړنې ولري، کابل ته ستون شو.


















