کانديدانو شورا: ټاکنو کمېسيون د انتخاباتو ترسره کولو ظرفيت نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲، سه شنبه)
د افغانستان د ولسمشرۍ د کانديدانو شورا وايي، ټاکنو کمېسیون د راتلونکو ولسمشرۍ انتخاباتو د ترسره کولو ظرفیت نه لري او باید دغه انتخابات وځنډول شي.
د کاندیدانو شورا په یوه اعلاميه کې ويلي، چې د درغلیو ډکې، د قانون خلاف او مهندسي شوې ټاکنې د ميلیونونو کسانو پر برخليک لوبې کول او بحران ته لاره پرانيستل دي.
پر یادې اعلاميې د کاندیدانو د شورا د اتلس کسانو له جملې څخه د نهه کسانو کسانو احمدولي مسعود، ابراهیم الکوزي، رحمت الله نبیل، شهاب حکیمي، عنایت الله حفیظ، غلام فاروق نجرابي، عبداللطیف پدرام، نور رحمان لېوال او نورالحق علومي لاسلیکونه شوي.
د کانديدانو شورا ويلي، چې د ټاکنو کمېسیون ځينې برخې د مشخصو انتخاباتي ډلو په امر کار کوي او ډيری نور د دولتي امکاناتو څخه په کمپاينونو کې ګټه اخلي.
دغه راز د اکانديدانو شورا اعلاميه کې راغلي، چې امنیتي مسؤولین د امنيت په ټينګولو او نسبي امنیت په تأمين کې پاتې راغلي.
له بله پلوه د ټاکنو کمیسیون وایي، د ۳۶۴ ولسوالیو له ډلې یوازې ۱۴۰ ولسوالیو ته حساس او غیر حساس انتخاباتي مواد رسېدلي، خو د خراب امنیتي وضعیت له کبله تراوسه د رایې اچونې مرکزونو ته نه دي لېږل شوي.



