واشنګټن پوسټ: اشرف غني د عامو خلکو تېر ايستونکی کمپاین مخته وړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲، سه شنبه)
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د اشرف غني د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاينونو مبارزه په اړه په مقاله کې لیکي، چې اشرف غني د عامو خلکو تير ايستنې لپاره کمباین مخته وړي.
په مقاله کې راغلي، کله چې اشرف غني په ۲۰۱۴م کال کې ولسشمرۍ کمپاين کاوه نو د اصلاح غوښتونکي او د ټولنې د مدرنيزه کولو شعارونه ورکول خو زیاتوي د اشرف غني ټاکنيزې هڅې د عامو خلکو تير ايستونکی کمپاین دی.
په مقاله کې راغلي، چې اشرف غني د ټاکنيز کمپاين په هڅو کې د خلکو کورونو ته د برېښنا رسولو او د پايدارې او اسلامي سولې د ټينګولو شعارونه ورکوي.
شاوخوا دوه اوونۍد افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته پاتې دي چې د شنونکو په باور ښايي په دغه ټاکنو کې ډيری خلک د نا امنیو او پر ټاکنو د بې باوريو له امله ګډون ونه کړي.
طالبانو هم پر عامو خلکو غږ کړی چې له ټاکنيزو کمپایني او انتخاباتي غونډو ليرې و اوسي او پریادو غونډو يې د بريدونو ګواښونه کړي دي.



