مصر: د لاریون پر مهال ۵۰۰ کسان لا درکه شوي

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲تله، ۱۳۹۸)
مصر کې د تیرو څو ورځو راهیسي د واکمن نظام په ضد لاریونونه شروع دي او د السیسي د لرې کیدو شعارونه ورکوي.
د پولیسو او امنیتي ځواکونو لخوا له لاریون کوونکو سره سخت تشدد کیږي او زیات شمیر یې نیول شوي هم دي.
د دې مظاهرو پر مهال تر ۵۰۰ زیات کسان لادرکه شوي او هېڅ پته یې نه لګیږي.
د مصر د بشري حقونو ملاتړ اړوندو ادارو ویلي چې ډیری مصري کورنیو له دوی سره اړیکه نیولې او ورته یې ویلي چې د تیرې جمې او شنبې له ورځو وروسته د دوی د کورنیو د غړو درک نه دی لګیدلی.
د مصر حکومت د لاریونو پر مهال ډیری کسان وهلي، اوښلن ګاز یې پاشلی او ځیني کسان یې بیا نیولي دي.
چارواکو په نیول شویو کسانو تور پورې کړی چې له ترهګرو ډلو سره یې اړیکې لرلې او همدا راز د دروغو خبرونه یې نشرول.
د دې کسانو تر اوسه لا کوم برخلیک مالوم شوی نه دی.



