ایران: برتانیه، فرانسه او جرمني دطوطیانو په څېر دامریکا هره بې بنسټه پرېکړه تائیدوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ تله ، ۱۳۹۸ل)

ایران دیوشمېر اروپایي هیوادونو په وروستیو اقداماتو نیوکې کړي، او دوی یې دامریکا په غلامۍ تورن کړي چې ګویا هره خبره یې په پټو سترګو مني.

دایران دبهرنیو چارو وزارت د برتانیې، فرانسې او جرمني هغه ګډه اعلامیه رد کړې چې د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د بریدونو پړه یې پر ایران اچولې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پر دوی تور پورې کړ چې د طوطي په څېر د امریکا بې بنسټه ادعاوې تاییدوي.

د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن، د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څنډه کې سره جرګه شوي او وايي د سعودي پر تېلي تاسیساتو د تېرې اونۍ د برید مسؤولیت ایران ته ور ترغاړې دی.

دغو درېیو مشرانو ویلي چې د یاد برید لپاره په ښکاره کومه بله د منلو توضیح نشته خو ایران د دغه درېيو مشرانو دغه ګډه وینا رد کړې ده او د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پر دوی تور پورې کړی چې د امریکایانو بې معنا ادعاوې تکراروي.

ایران پر اروپايي هېوادونو غږ کړی چې د امریکا بې بنسټه تورونه دې نه ورسره تاییدوي بلکې ددغه هېواد د کړنو پر وړاندې دې ودرېږي.

دسعودي تېلي تاسیسات تیره ونۍ تر برید لاندې راغلل چې دروند مالي زیانونه یې رامنځته کړل، دیادو بریدونو پړه حوثي یاغیانو پر غاړه واخیسته، خوامریکا دخپل رقابت دساتنې په پار لاهم یاد برید په ایران ور اچوي.

مربوطه مطالب

Back to top button