جمعه, اپریل 24, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د زکات مسائل (۹۴ مه برخه) د صدقه فطر نصاب!!

محمود نشرونکی: محمود
سپتمبر 25, 2019
کټګوریانې: اسلام پوهنه, مهم
0
33
ځلې شریک شوی
410
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 

پوښتنه : د صدقه فطر واجب کيدو لپاره چې کوم نصاب شرط دی دا هغه نصاب دی کوم چې د زکوة په نصاب کې بيان شوی او که څه فرق يې شته؟

دا هم ولولئ

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

ځواب : د زکوة او صدقه فطر نصاب يو دی، مثلا دوه پنځوس تولې دوه ماشې زر يا د هغه قيمت، ليکن د زکوة نصاب او د صدقه فطر په نصاب کې فرق دا دی چې د زکوة فرض کيدو لپاره سپين زر، سره زريا د تجارت مال ضروري دی او د صدقه فطر په واجب کيدو کې د دغو دريو شيانو خصوصيت نشته، بلکه د هغه په نصاب کې هر رنګه مال حسابيږي، ها ! له حاجت اصليه څخه زائد او د قرض ورکولو څخه زيات مال په دواړو نصابونو کې شرط دی.

اوس که چيرته يو کس د هغه د استعمال له جامو څخه زياتې جامې ولري، يا له روزمره ضرورت څخه زائد ميسن، د زيړو، چيني وغيره لوښي ولري، يا يې کوم کور خالي پروت وي، يا يې کوم سامان او اسباب وي او له حاجت اصليه څخه زائد وي او د دغو شيانو قيمت د نصاب برابر يا زيات وي نو په دغه کس باندې زکوة فرض نه دی، ليکن صدقه فطر پرې واجب ده، په صدقه فطر کې د کال تيريدل هم شرط نه دي، بلکه په هغه ورځ يې هم که مالک شي نو د صدقه فطر اداء کول پرې واجب دي ([1]).

همدا رنګه ليکل شوي :

د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد صدقه فطر د نصاب په څښتن باندې واجب دی، او د صدقه فطر لپاره د زکوة نصاب شرط دی.

د ائمه ثلاثه ؤ په نزد صدقه فطر په هر هغه کس باندې فرض دی له کوم سره چې د يوې ورځې له ضرورياتو څخه زيات مال وي، او د صدقه فطر د فرضيت لپاره د زکوة نصاب شرط نه دی.

د امام ابو حنيفة رحمه الله دليل د حضرت ابو سعيد خدري رضي الله عنه دا روايت دی )کنا نخزج زکوة الفطر …. الحديث( (ترمذي، ج : ۱، باب فی صدقة الفطر) همدا رنګه په همدغه باب کې د حضرت عبد الله بن عمر رضي الله عنه روايت هم دی، په کوم کې چې د زکوة لفظ مستعمل دی.

په همدغو دواړو حديثونو کې د زکوة لفظ استعمال د دې خبرې لور ته اشاره ده چې کوم نصاب د زکوة دی، بعينه همغه نصاب د صدقه فطر هم دی.

د ائمه ثلاثه ؤ دليل دا دی چې د احاديثو په ذخيره کې چيرته هم د صدقه فطر نصاب نه دی بيان شوی، لهذا له چا سره چې د يوې ورځې له ضرورياتو زيات مال وي هغه ته هم د صدقه فطر حکم شامل دی.

د امام ابو حنيفة رحمه الله له لوري ځواب دا دی چې عدم ذکر عدم شي لره مستلزم نه دی، يعنې د نه ذکر له امله دا په څه لازميږي چې د هغې لپاره نصاب نشته دی ([2]).

له رمضان مخکې د صدقه فطر ورکولو حکم

پوښتنه : که چيرته يو کس له رمضان المبارک دمخه صدقه فطر ورکړي نو اداء کيږي او که نه؟.

ځواب : له رمضان دمخه د صدقه فطر ورکولو ګنجايش شته دی، لهذا که چيرته يو کس له رمضان المبارک دمخه صدقه فطر ورکړي نو اداء کيږي، او په رمضان کې يې دوباره ورکولو ته ضرورت نشته ([3]).

په روژه کې د صدقه فطر ورکول

پوښتنه : که صدقه فطر د اختر له ورځې مخکې په روژه کې ورکړل شي نو دا روا دی که نه؟

ځواب : روا دی ([4]).

د بالغ اولاد او ښځې له لوري د صدقه فطر ورکول

پوښتنه : که په يوه کس باندې صدقه فطر واجب شي، نو د هغه لپاره د خپل ځان له لوري له اداء کولو سره سره د اولاد او ښځې له لوري يې ورکول هم ضروري دي او که نه؟.

ځواب : د ښځې ([5]) او بالغ اولاد له لوري د صدقه فطر ورکول ضروري نه دي، که هغوی په خپله مالدار وي نو د هغوی په ذمه باندې واجب دی، البته که د هغوی له لوري يې هم اداء کړي نو اداء کيږي ([6]).

د بالغ ليوني زوی له لوري د صدقه فطر ورکولو حکم

پوښتنه : يو کس د نصاب څښتن دی نو په هغه باندې د بالغ اولاد له لوري کوم چې ليونی هم وي د صدقه فطر ورکول ضروري دي او که نه؟.

ځواب : په ذکر شوي صورت کې که چيرته بالغ اولاد له ليونتوب سره سره غريب هم وي نو په مالدار پلار باندې د هغه له لوري د صدقه فطر اداء کول ضروري دي، او که چيرته اولاد په خپله د نصاب څښتن وه نو د هغه له مال څخه دې فطرانه اداء کړی شي ([7]).

په صدقه فطر کې کوم شيان او څومره ورکول کيږي

پوښتنه : په صدقه فطر کې کوم کوم شيان او څومره ورکول واجب دي؟

ځواب:په صدقه فطر کې هر قسم غله يا قيمت ورکول روا دي، چې تفصيل يې دا دی!

که چيرته غنم، اوړه يا وريژې ورکوي نو في نفر ته پوره دوه سيره ورکول پکار دي، له سير څخه د انګريزي روپۍ او د هغې وزن مراد دی!

که چيرته اوربشې يا د اوربشو اوړه ورکوي نو دری نيم سيره ورکول يې پکار دي او که له اوربشو او غنمو پرته نوره غله ورکوي، لکه وريژې، باجره جوار وغيره نو د دوو سيرو غنمو په قيمت يا دې دری نيمو سيرو اوربشو په قيمت چې څومره غله کيږي د هغې ورکول پکار دي او که قيمت ورکوي نو پوره د دوو سيرو غنمو او دری نيمو سيرو اوربشو قيمت ورکول پکار دي ([8]).

په دويم ښار يا هيواد کې د اوسيدونکو له لوري د صدقه فطر ورکول

پوښتنه : د يو شمير خلکو ځينې خپل خپلوان په کوم ليرې ښار يا بل هيواد کې اوسيږي، که هغوی د خپل کور خلکو ته ووايي چې زمونږ صدقه اداء کړئ، اوس پوښتنه دا ده چې په همداسې صورت کې د کوم ځای قيمت لره اعتبار دی؟ د کلي، دويم ښار او که د دويم هيواد؟.

ځواب : د صدقه فطر واجب مقدار پوره دوه کيلو غنم، يا دری کيلو کشمش، کجورې او يا د همدغو شيانو قيمت چې څومره جوړيږي، لهذا که چيرته په مذکوره صورت کې هغوی صدقه فطر په خپله اداء کوي نو پوره دوه کيلو غنم يا د هغو قيمت هلته چې څومره جوړيږي هغه دې اداء کړي، او که چيرته يې د هغه مور پلار يا نور په خپل ښار يا هيواد کې د هغوی له لوري صدقه فطر اداء کول غواړي نو پوره دوه کيلو غنم يا د هغو قيمت څومره چې همدلته جوړيږي هغه دې اداء کړي ([9]).

له اختر وروسته په ځنډ سره د صدقه فطر اداء کول

پوښتنه : که يو کس له خپلې ښځې (ميرمنې) سره جنجال وکړي، هغه ترې خفه شي او د پلار کور ته ولاړه شي، کله يې چې ميړه په رمضان کې زکوة او صدقه فطر ورکوي نو د غصې له امله د خپلې ښځې صدقه فطر ورنکړي، د نورو ټولو بچيانو او وغيره صدقه فطر ورکړي، څه وخت وروسته يې ښځه بيرته کور ته راشي او سره په خلا شي او همدلته اوسيږي، اوس په څه ډول د همدغې غلطي تدارک وکړي شي؟.

ځواب : د ښځې او ميړه تر مينځ جنجال کيږي، مګر دومره سخت خفه کيدل دا د وړو ماشومانو خبره او کار دى، بهر حال د ښځې په اجازه دې صدقه فطر اوس اداء کړى شي ([10]).

چې صدقه فطر پرې واجب وي زکوة او فطرانه نشي اخيستلاى

پوښتنه : په کومو خلکو چې صدقه فطر واجب وي، هغه زکوة يا صدقه فطر اخيستلای شي که نه؟

ځواب : نشي يې اخيستلای، د هيڅ فرض يا واجب صدقې ورکول داسې خلکو ته روا نه دي له کومو سره چې د صدقه فطر د نصاب په اندازه شی موجود وي ([11]).

د يوه کس صدقه فطر په څو کسانو يې ويشل

پوښتنه : يو کس دې خپله صدقه فطر يوه فقير ته ورکړي او که په دوو او دريو فقيرانو باندې يې هم ويشلی شي؟.

ځواب : لکه څرنګه چې يوه کس ته ډيرې صدقه فطر ورکول کيدلای شي، همدا رنګه يوه صدقه فطر په ډيرو کسانو باندې هم ويشل کيدلای شي ([12]).

په مزدوري کې د فطرانه ورکول روا نه دي

پوښتنه : يو غني امام دی، آيا هغه ته د فطرانه ورکول روا دي؟ لکه څرنګه چې عام رواج دی؟.

ځواب : امام ته د اجرت په ډول د فطرانه ورکول روا نه دي، ټولو فقهاؤ ليکلي چې د دې مصرف مسکينان او فقيران دي، البته د تصدق يا صله رحمي په ډول فقير امام ته يې ورکول روا دي ([13]).

غير مسلم ته د صدقة الفطر او زکوة ورکول

پوښتنه : د زکوة مال له غلې يا بل کوم شي څخه څلويښتمه ويستل کيږي، که دا برخه کوم هندو ته ورکړى شي، يا که صدقه فطر کوم هندو ته ورکړى شي نو دا روا دي او که نه؟.

ځواب : هندو ته د زکوة ورکول ناروا دي، او صدقه فطر ورکول روا دي، خو په دې شرط چې ذمي وي )لايجوز دفع الزکوة الي ذمي، وصح دفع غير الزکوة من الصدقات الي الذمي کصدقة الفطر( ([14]).

مګر احتياط دا ده چې صدقه فطر هم مسلمان ته ورکړى شي، ځکه چې په دې کې د امام ابو يوسف رحمه الله اختلاف دى، هغه يې ناروا ګڼي ([15]).

په صدقه فطر کې ځايي نرخ لره اعتبار دی

پوښتنه : صدقه فطر بايد د حکومتي نرخ مطابق ورکړی شي او که د عوامي نرخ مطابق؟.

ځواب : چونکه حکومتي نرخ حاوي نه دی، لهذا مقامي (ځايي) نرخ معتبر دی ([16]).

خپلو خپلوانو ته د صدقه فطر ورکولو حکم

پوښتنه : خپلې خور، وروڼو او نږدې خپلوانو ته د صدقه فطر ورکول څنګه دي؟.

ځواب : خپلې خور، ورڼو او نورو نږې خپلوانو ته د زکوة او صدقه فطر ورکول روا دي، بلکې بهتر دي، کله چې هغوی محتاج وي، او حساب کتاب يې جلا وي ([17]).

نابالغ ته د فطرانه ورکول

پوښتنه : غريبو، يتيمانو او مسکينانو نا بالغو کوچنيانو ته د فطرانه په ورکولو سره فطرانه اداء کيږي او که نه؟.

ځواب : که چيرته نابالغ غريب وي نو هغه ته د صدقه فطر ورکول روا دي، البته د هغوی سرپرستو ته يې ورکول روا دي، که چيرته نابالغ پوهيدونکی وي نو په خپله هغه ته يې هم ورکول روا دي، او که چيرته همدغه کوچنی د مالدار زوی وي نو په هيڅ ډول يې بيا هغه ته ورکول صحي نه دي ([18]).

د بندي په جرمانه کې د فطرانه ورکول

پوښتنه : په يو شمير بنديخانو کې ډير زيات بنديان وي، که چيرته په کومه بنديخانه کې يو داسې بندي وي په کوم چې د حکومت لخوا پريکړه شوې وي چې دی به د خپل جرم له امله څو لکه روپۍ ورکوي، اوس له يو شمير خلکو څخه غوښتنه شوې چې د همدغه بندي د جرمانه لپاره دې خپلې فطرانه سره راټولې کړي تر څو چې د هغه د جرم په جرمانه کې ورکړی شي، پوښتنه دا ده چې په دې سره د خلکو فطرانه اداء کيږي او که نه؟.

ځواب : که چيرته همدغه بندي نادار وي نو هغه ته يا د هغه په امر سره حکومت ته د همدغې فطرانه ورکول روا دي ([19]).

همدا رنګه ليکل شوي :

پوښتنه : چيرته چې له بنديانو پرته بل څوک نه وي، نو په همداسې ځای کې صدقه فطر  په څه ډول اداء کيدلای شي؟.

ځواب : بنديانو ته يې ورکول روا دي ([20]).

آيا بنديان په مسکينانو کې شمار دي

پوښتنه : آيا بنديان په مسکينانو کې شمار دي او که نه؟.

ځواب : کله چې له هغوی سره د نصاب په اندازه څه نه وي نو هغوی مسکينان دي، او هغوی ته د صدقه فطر ورکول روا دي ([21]).

په روژه نه ساتونکي ناروغ باندې صدقه فطر واجب دی

پوښتنه : يو کس له کلونو راهيسې ناروغ دی، روژه نشي نيولی، نو آيا د روژې د فديې له ورکولو پرته په همداسې کس باندې صدقه فطر واجب دی او که نه؟ يو شمير خلک د همداسې ناروغانو له لوري صدقه فطر نه اداء کوي، په دليل کې وايي چې د هغوی اختر نشته، نو صدقه فطر هم پرې واجب نه ده، که د شريعت په رڼا کې په همدغه مسئله رڼا واچول شي مهرباني به مو وي؟.

ځواب : روژه، صدقه فطر او د اختر لمونځ جلا جلا مستقل احکام دي، که يو کس د کوم عذر له امله روژه نه نيسي نو د همدغه عذر له امله له هغه څخه صدقه فطر او د اختر لمونځ ساقط نه دي، البته که چيرته داسې ناروغي يا کوم عذر وي چې د هغه له امله د اختر لمانځه کولو ته تللی نشي نو دا بيا جلا خبره ده، همدا رنګه که چيرته همدا ډول کسان له عيد الفطر دمخه د نصاب څښتن وي، يعنې سره، سپين، نقد روپۍ يا له ضرورت څخه زيات شيان او وغيره دومره د هغه په ذاتي ملکيت کې موجود وي کوم چې کم له کمه د دوه پنځوس نيمو تولو سپينو له ماليت سره برابر وي نو په داسې کسانو باندې صدقه فطر واجب دی، او کوم مستحق ته يې ورکول ضروري دي ([22]).

چيرته چې فقيران نه وي هلته د صدقه فطر ورکول

پوښتنه : که په يوه هيواد کې شرعي فقيران نه وي، د هغه هيواد وګړي صدقه فطر د اختر له لمانځه دمخه وباسي او جلا يې کيږدي، يا يې کوم معتمد کس ته ورکړي، وروسته يې بيا کوم بل محتاج هيواد ته وليږي، نو په دې سره مستحب اداء کيږي او که نه؟.

ځواب : د اختر لمانځه ته له وتلو دمخه فقيرانو ته د صدقه فطر ورکول مستحب دي، پس په همدغه صورت کې چې صدقه فطر جلا کيښودل شي او فقيرانو ته ورنکړی شي نو مستحب نه اداء کيږي، او دا عادةً نشي پښيدلای چې په کوم هيواد کې دې فقيران نه وي، او که چيرته بيا هم همداسې وي نو بيا يې د بل ځای فقيرانو ته ور ليږل پکار دي، او د همدغه عذر له امله همداسې خلکو ته د مستحبو پريښودونکي نه ويل کيږي ([23]).

([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ٩٠.

([2]) اختلاف الائمة فی المسائل المهمة، ص : ۱۵۴.

([3]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۱۳۲، بحواله : خلاصة الفتاوی، ج : ۱، ص : ۲۷۵، البحر الرائق، ج : ۲، ص : ۲۵۵.

([4]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ٩١.

([5]) که چيرته ښځه په خپله د نصاب څښتنه وي نو د فطرانه ورکولو ذمه واره هم ده، د ميړه په ذمه د هغې له لوري د فطرانه ورکول ضروري نه دي، او که چيرته يې ميړه د هغې له لوري اداء کړي نو اداء کيږي، او که چيرته د نصاب څښتنه نه وي نو بيا د هيچا په ذمه واجب نه ده، فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۱۳۹.

([6]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۱۳۳، بحواله : التنوير مع الدر، ج : ۲، ص : ۳۶۳، مختصر القدوري، ص : ۶۸، مراقی الفلاح، ص : ۲۶۳.

([7]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۱۳۴، بحواله : البحر الرائق، ج : ۲، ص : ۲۵۲، بدائع الصنائع، ج : ۲، ص : ۶۹، التاتارخانية، ج : ۲، ص : ۳۲۱.

([8]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ٩٢.

([9]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۱۳۳ – ۱۳۴، بحواله : التنوير مع الدر، ج : ۲، ص : ۳۶۴، حاشية الطحطاوي، ص : ۳۹۴، البحر الرائق، ج : ۲، ص : ۲۵۴.

([10]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ١٩١، بحواله : عالمګيري، باب صدقة الفطر، ج : ١، ص : ١٩٢.

([11]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ٩٣.

([12]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۱۳۵، بحواله : البدائع، ج : ۲، ص : ۷۵، الخانية، ج : ۱، ص : ۲۳۱، التنوير مع الدر، ج : ۳، ص : ۳۲۳.

([13]) فتاوی فريديه، ج : ۳، ص : ۵۰۵، بحواله : الدرالمختار علی هامش ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۸۶، باب صدقة الفطر، فتاوی عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۹۰، باب المصارف.

([14]) زيلعي، ج : ١، ص : ٢٠٠.

([15]) فتاوى محموديه، ج : ٩، ص : ٦٣٩.

([16]) فتاوی فریديه، ج : ۳، ص : ۵۰۲، بحواله : الدر المختار علی صدر ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۲۴، باب زکوة الغنم.

([17]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۱۳۹، بحواله : الهندية، ج : ۱، ص : ۱۹۰.

([18]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۱۹۰.

([19]) فتاوی فريدیه، چ : ۳، ص : ۵۰۴، بحواله : الدر المختار علی هامش ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۸۶، قبيل کتاب الصوم.

([20]) فتاوی دارالعلوم ديوبند، ج : ۶، ص : ۲۰۳.

([21]) فتاوی دارالعلوم ديوبند، ج : ۶، ص : ۲۰۳، بحواله : الدرالمختار علی هامش ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۷۹، باب المصرف.

([22]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۱۳۶، بحواله : التنوير مع الدر، ج : ۲، ص : ۳۵۸ – ۳۶۴، ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۳۶۱، الهندية، ج : ۱، ص : ۲۱۱.

([23]) فتاوی دارالعلوم ديوبند، ج : ۶، ص : ۲۰۶، بحواله : عالمګيری مصري، کتاب الزکوة، باب ثامن صدقه فطر، ج : ۱، ص : ۱۸۰.

لوی ټکي: حکمصدقةفطرنصاب
مخکینې مطلب

حکمتیار: که ټاکنو کې درغلي وشوه؛ هیواد به د نه مهارېدونکي بحران په طرف ولاړ شي

بل مطلب

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې پر ټاکنيزو مرکزونو له بریدونو ډډه وکړي

ځانګړي مطالب

افغانستان

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com