پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د ولس سپېڅلی برخليک او د تالي څټو ټاکنې!!

محمود نشرونکی: محمود
سپتمبر 27, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
46
ځلې شریک شوی
245
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

غورځنګ

افغان ولس چې په دې وروستيو کې تقريباً د ټولې اسلامي نړۍ اتلان بلل کېږي. او دا چې په ټول عالم اسلام کې تقريباً له سوونو کلونو راپدې خوا د اسلامي نظام، خلافت او امارت نوم او نښان نشته او نږدې ټول مسلمانان اوس يوازې له دغه نوم سره اشنا دي، دغه نوم هم مسلمانانو ته د دوی د غيورو اسلافو له برکته ورپاتې دی.

خو د مسلمانانو پر همدې تورتم دوره کې الله ج د افغانانو په لاسونو باندې د ډېرې لنډې مودې لپاره په افغانستان کې دغه د اسلامي نظام تنده ماته کړه او الله ج د طالبانو د مؤسس (ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ) په سپېڅليو لاسونو باندې په ګران هېواد کې که څه هم د ډېرې لنډې مودې لپاره و؛ قائم کړ.

خو دا چې کفري نړۍ تل مسلمانانو ته د اسلامي نظام د راتګ پر وړاندې خورا زيات خنډونه ايجادوي نو په همدې شکل يې د افغانستان د هغه وخت اسلامي نظام (اسلامي امارت) ته هم ورته خنډونه ايجادول او په بې هوده بهانو يې پرې بلاآخره حمله هم وکړه. او د افغانانو دغه اسلامي نظام يې ورړنګ کړ.

تاريخ دا ثابته کړې ده چې د افغانستان برخليک او سرنوشت بايد سپېڅلي خلک وټاکي، او هغه خلک چې په هېواد کې ستر شوي وي، او په هېواد کې يې خاپوړې کړي وي، اسلامي ټولو عقائدو او شعائرو ته بشپړ وفادار وي، هغه بايد د ولس سرنوشت او برخليک وټاکي، د دغسې خلکو بېلګې په افغانستان کې بيخي بېشماره دي.

خو له بده مرغه بايد ووایو چې په دې وروستيو کې کله چې امريکا پر افغانستان باندې خپل شوم يرغل تر سره کړی دی، له هماغه پیل څخه يې د هېواد دغه سپېڅلی برخليک  خپلو داسې تالي څټو ته سپارلی دی، چې يا خو بلکل په غرب کې رالوی شوي دي او يا هم که په اسلامي سيمو کې هم رالوی شوي دي خو د غرب تر سيوري لاندې رالوی شوي دي. چې تر ټولو لومړی او غوره مثال يې د کابل د غلامې ادارې پخوانی واکمن (کرزی ) و، چې د امريکا تر مستقيم اغېز او سيوري لاندې يې د اسلامي نظام پر خلاف لارښوونې تر لاسه کولې او له شمال ټلوالې سره يو ځای او د هغوی په ملتيا د اسلامي نظام د مجاهدينو پر وړاندې جنګېده.

دغه شان اوسنی مشر خو لا هغه د مطيع الله تراب صېب خبره ډيموکراسۍ او غلامۍ نه هم څو قدمه مخکې او وړاندې تللی دی.

په خپلو ويناوو کې هر وخت په ډېر افتخار سره وايي چې ګواکې د ده د واکمنۍ په لنډه پنځه کلنه موده کې تقريباً پنځوس زره خوا او شا عسکر د امریکا د دفاع لپاره وژل شوي دي. چې دا پخپل پر ده د غلامۍ تر ټولوڅرګند ثبوت دی.

پخپلو خبرو کې دغه تالي څټی غلام وايي چې موږ د امریکا د جنګ لپاره په لومړۍ کرښه کې موقعيت لرو او د جنګ لومړۍ کرښه د امریکا د ګټو لپاره ساتو.

د افغانستان جنګ چې امريکا په لومړي سر کې په ډېر غرور سره پيل کړی دی، اوس امريکا او ټول غرب ورته حيران دی  او د دې جنګ د خاتمې لاره ورڅخه ورکه ده. خو د امریکا دغه تالي څټی بيا اوتې او بوتې وايي ته به وايې چې د جنګ په اوله کرښه کې يې زوی او کورنۍ جنګېږي.

دې ته خو نه ګوري چې په جنګ کې اکثره ځوانه طبقه مري، او اکثريت ځوانان په بې هوده جنګ او تپل شوي جنګ کې مړه شول.

دا سوچ خو له دغه تالي څټي سره نشته چې اخر به دغه جنګ نورې څومره ناخوالې وزېږوي؟؟

څومره نور افغانان به د غم په ټغر کېنوي؟؟ او څومره تورسرې به کونډې کړي؟؟

خو بس يوازې د خپلې څوکۍ او واک غم ورسره دی. د واک لپاره له هر ډول مقدساتو څخه تېر دی، له هر ډول افغاني عنعناتو څخه تېر دی. بلکل کوم سرحد نه پېژني هم نه.

خو يوازې او يوازې ټاکنې او بيا په ټاکنو ورته خپل برياليتوب مهم دی.

نو په پای کې وايو چې د افغانانو هغه سپېڅلی برخليک چې ډبره يې د سلطان محمد غزنوي رحمه الله په سپېڅليو لاسونو باندې ايښودل شوې ده. او يا يې هم بنسټ او بنياد د بېټ نيکه په بزرګو لاسونو باندې ايښودل شوی دی. او په دې ملک کې د پوره اسلام د راتللو لپاره سلطان شهاب الدين غوري، سلطان غياث الدين غوري، ميرويس نيکه، شاه محمود هوتک، احمدشاه ابدالي او نورو واکمنانو خپل ټول ژوند وقف کړی و، او په اسيا کې يوازېنی هېواد و چې له دې څخه به نورو اسيايي سیمو ته خصوصاً د هند نيمې وچې ته د اسلام مبارک دين ورڅخه خپرېده.

د دغه هېواد ښېرازولو ته افغانانو خپلې وينې او د بدن غوښې ورکړلې،  خو بيا يې هم سرنوشت او برخليک تالي څټي ټاکي!!

نو ډېره د افسوس وړ خبره ده چې قرباني ورته يو څوک ورکوي او سرنوشت يې  بيا د غرب تالي څټي ټاکي!!

لوی ټکي: امريکابرخليکپروسهتالي څټيټاکنې
مخکینې مطلب

د بي بي سي انګلیسي څانګه: غني یو قهرجن او بې کفایته لوبغاړی دی

بل مطلب

د ډاکټرانو خبردارۍ: په تشناب کې د موبایل استعمالونکي د بواسیرو په ناروغۍ اخته کیږي

ځانګړي مطالب

خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

وروستي

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com