د ډاکټرانو خبردارۍ: په تشناب کې د موبایل استعمالونکي د بواسیرو په ناروغۍ اخته کیږي

نن ورځ په ټوله نړۍ کې د موبایل تیلیفون استعمالونکي ډیر زیات دي خو ځینې دومره علاقه ورسره لري چې په تشناب کې هم استعمالوي خو اوس ډاکټرانو داسې کسانو ته بد خبردارۍ ورکړي، برتانوي ورځپاڼې “د میرر” کې یو طبي مقاله کې ډاکټرانو ویلي، څوک چې په تشناب کې هم موبایل تیلیفون استعمالوي د بواسیرو په ناروغۍ اخته کیږي.

د یو څېړنیز ټیم یو مشر ډاکټر ساراجرویس وايي، “څوک چې د اندازې زیات په تشناب کې په کمود کښیني د بواسیرو ناروغۍ ته لاره هواروي او څوک چې بیا تیلیفون استعمالوي نو دا د نورو په نسبت زیات د بواسیرو په ناروغۍ اخته کیږي”.

د بواسیرو د ناروغۍ که پر وخت تداوي ونه شي نو بیا د سرطان په خطرناکه ناروغۍ بدلیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button