په کابل او ځينو ولايتونو ټاکنو مرکزونو کې چاودنو او بريدنو مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۶، شنبه)

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د تأمین لپاره د شاوخوا اووه زره امنیتي پرسونل د ګومارنې سربيره د کابل په شمول په ډيری ولايتونو کې پر انتخاباتي مرکزونو چاودنې او بريدونه شوي.

د کابل ښار د يولسمې حوزې مربوط به خيرخانه کې د انتخاباتو پر يوه سايټ، دغه راز د ننګرهار سره رود ولسوالۍ په امرخيلو سیمه کې او د بکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ په درې مرکزونو کې چاودنې شوي چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم حکومتي چارواکو او د ټاکنيزو کميسیونونو مسؤولینو د ټاکنو پر مرکزونو تر اوسه د بريدونو او چاودنو راپورونه نه دي ورکړي خو د هیواد په نږدې ټولو ولایتونو کې ټاکنيز مرکزونه د طالبانو تر بريدونو لاندې دي.

طالب ويندویانو ذبیح الله مجاهد او يوسف احمدي د خپلو رسمي ټويټر ادرسونو له لارې په بيلابيلو ولايتونو کې پر انتخاباتي مرکزونو د بريدونو او چاودنو راپورونه ورکړي دي.

طالبانو تيره ورځ په خپره کړې اعلاميه کې خلک ټاکنيزو مرکزونو ته له ورتګ او په ټاکنو کې له برخې اخیستو منع کړي و.

ويل کيږي، چې د طالبانو ګواښونو، نا امنیو او پر ټاکنو د خلکو بې باورۍ له امله د ولسمشرۍ ټاکنيز بهير کمرنګه او یوازې هغو سيمو کې انتخاباتي مرکزونه پرانيستي دي، چيرته چې پوځي مرکزونه او حکومتي ودانۍ وي خو بیا هم ډير خلک زړه نه ښه کوي چې رایه ورکولو مرکزونو ته ورشي.

مربوطه مطالب

Back to top button