کابل ټکی کام (جمعه، ۵ تله ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو دافغانستان له ملت څخه په انتخاباتو کې دنه ګډون له امله مننه کړې، او دایې مثبت بدلون ګڼلی دی.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دننګرهار ولایت له یو مشهور انتخاباتي مرکز څخه په پټه ډکه شوې ویډیو نشر کړې چې فقط دانتخاباتو کارکونکي پکې ښکاري.
مجاهد له یادې ویډیو سره لیکلي،《ملت په قاطع اکثریت سره د جعلي انتخاباتو په تحریم کې خپله ونډه ادا کړه، مننه ترې کوو》.
مجاهد دنن ورځې په ټاکنیزو مرکزونو او دولتي محافظینو دبریدونو ټول جزیات په خپله ټوېټر پاڼه نشر کړي او یاده پروسه یې په کامله معنا ناکامه یاده کړې.
دیادونې وړ ده چې نن دانتخاباتو په ورځ ټول هېواد دسختو جګړو شاهد و، طالبانو په انتخاباتي مرکزونو دبریدونو تر څنګ نن په شمال کې درې ستراتیژکې ولسوالۍ هم نیولي.


















