طالبان: انتخاباتي پروسه کې د ملت نه ګډون وښوده، چې دلته اجنبي فرمایشونه د منلو وړ نه دي

کابل ټکی کام( شنبه، ۶تله، ۱۳۹۸)
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له افغان ملت څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د خپل ملت د زړه له تله منندوی دي چې د ټاکنو په اړه یې د دوی غوښتنې ته لبیک ووایه.
طالبانو تر دې وړاندې څو ځل له افغانانو وغوښتل چې په ټاکنو کې ګډون ونکړي او دا یې یوه امریکایي پروژه وبلله.
دوی همدا راز خبرداری ورکړی وو چې د رایې اچونې ځایونه به تر بریدونو لاندې ونیسي او لویې لارې به وتړي.
د رایې اچونې د بهیر له پای ته رسیدا سره سم طالبانو یوه اوږده اعلامیه خپره کړې او پکې ویلي یې دي چې په انتخاباتي پروسه کې د ملت نه ګډون وښوده چې دلته اجنبي فرمایشونه د منلو وړ نه دي.
اعلامیه کې راغلي: “په محدودو ښارونو کې د یوشمیر دولتي رسمي مامورینو، معاش خورو او څوتنو غولیدلو څیرو ماسوا نور ملت په اکثریت او میړانه سره دغه بهرني تپل شوې پروسه رد کړه او ګډون يې په کې ونه کړ.”
د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ننيو انتخاباتو ناکامیدو دا وښوده چې ملت نور اشغال نه مني او همدا رنګه یې زیاته کړې چې په افغان حکومت کې “غولیدلې” افغان نما څېرې باید نور د افغان ملت له غوښتنو سره لوبې ونه کړي او له پردۍ غلامۍ څخه لاس پر سر شي.
د اعلاميې په متن کې بهرنیو جهتونو یادونه شوې: “دا چې بې پرې رسنیو او څارونکو سازمانونو هم تائید کړه چې په انتخاباتو کې د خلکو دګډون کچه ډیره ټیټه وه، نو د افغان اولس له دې سرتاسري پریکون څخه اشغالګر جهت هم باید درک کړي چې افغان ملت اشغال او له بهر څخه را واردې شوې پروسې او دسیسې نه مني. په دې لاره کې د بهرنیو اشغالګرو مصارف، هڅونې او بې ځایه وخت ضایع کول هیڅ جهت ته په ګټه نه تمامیږي. نو باید بې له فاصلې حقائقو ته غاړه کیږدي، د افغان غیور ولس غوښتنې ومني، خپل اشغال پای ته ورسوي، نور دا ملت او خپل سرنوشت سره پریږدې او زموږ په هیواد کې له مداخلو څخه ځان لرې وساتي.”
طالب اعلامیې په پای کې خپل جنګیالي د ولس قدر کولو ته رابللي او یادونه یې ورته کړې، همدا ولس وو چې سره له دومره پیسو، تبلیغاتو او هڅو سره سره یې بیا هم دا پروسه ناکامه کړه.



