کابل ټکی کام( شنبه، ۶تله، ۱۳۹۸)
د راپورونو پر اساس چې په هند کې راوتلو سیلابونو ۵۹ کسان وژلي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې چې وژل شوي کسان ډیری د اتراپردیش ولایت سره تعلق لري.
یاد ولایت یو له هغو دی چې اکثره وخت پکې د اورښتونو له کبله سیلابونه راوځي او دروند ځاني او مالي زیانونه اړوي.
په هند کې د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادراه وایي چې دا کسان ډیری د کورونو د نړیدو له وجې وژل شوي او زیات شمېر نور ټپیان دي.
د یادونې وړ ده چې په هند کې له تیرو څو ورځو راهیسي سخت سیلابونه راوتلي چې له امله یې خلکو ځاني او مالي ضربه لیدلې ده.


















