کابل ټکی کام (یکشنبه، ۷ تله ، ۱۳۹۸ل)
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یوځل بیا دطالب او امریکایي مذاکراتي ټیمونو ترمنځ دخبرو پیلېدا غوښتنه کړې او ددې قضیې واحد حل یې سیاسي ډیالوګ یاد کړی.
هغه هیله ښودلې چې هر څه ژر له طالبانو سره د سولې خبرې بېرته له سره پیل شي څو د امریکایي او ناټو ځواکونو وتلو او یا کمولو ته زمینه برابره شي.
نوموړي ویلي، د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري نو دوی هیله من دي چې دې جګړې ته له سوله ییزو لارو د پای ټکی کېښودل شي.
سټولټنبرګ زیاته کړې، دوی له طالبانو سره د سولې خبرو د بیا پیل کېدو هرکلی کوي خو په دې شرط چې دا ډله هم په افغانستان کې جګړې راکمې کړي.
هغه ټینګار کړی دی چې دوی په افغانستان کې تر ډېر وخت پورې پاتې کېدلو ته لیوالتیا نه لري او هغه وخت به ځواکونه له افغانستانه وباسي چې مناسب شرایط برابر کړل شي.
دطالبانو او امریکایانو لس میاشتني مذاکرات وروسته له هغه دامریکایي ولسمشر له لوري لغوه شول چې طالبانو په پلازمینې کابل کې امریکایي ځواکونه په نښه کړل او درنده مرګ ژوبله ور واړوله.


















