کابل ټکی کام (یکشنبه، ۷ تله ، ۱۳۹۸ل)
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د هوایي برید پر مهال د ملکي وګړو وژل کېدل غندلي اودایې بشر ضد جنایت بللی دی.
د نوموړي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، حامد کرزی له تروریزم سره د مبارزې تر عنوان لاندې د افغانانو پر وړاندې په روانه خونړۍ جګړه اندېښمن دی.
کرزي دا یو بشري ضد جنایت بللی او له ښکېلو غاړو یې غوښتنه کړې ده چې هر څه ژر د پردیو د ګټې لپاره روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او د خبرو له لارې په هېواد کې د سراسري سولې لپاره هڅې وکړي.
دا ړنده بمباري داسې مهال کیږي چې لاهم له ټاکنو ونۍ نه ده تېره شوې، پیښه کې شپږ ولسي وګړي وژل شوي او ګڼ نور مالي تلفات هم وراوښتي.


















