کابل ټکی کام (یکشنبه، ۷ تله ، ۱۳۹۸ل)
نیویارک ټایمز د سپټمبر پر ۲۹ په انتخاباتي پروسې اوږد مطلب خپور کړی دی، ټایمز لیکي، د افغانستان داخله وزارت وايي چي مخالفینو د انتخاباتو په ورځ ۶۸ حملې وکړې، خو طالبان دبریدونو شمېره اوږده ښیي.
نیویارک ټایمز زیاتوي، د پرون په حملو کي لږ تر لږه (۳۰) عسکر او لس تنه ملکي کسان وژل سوي دي، او ۴۰ پولیس/عسکر او ۱۵۰ ملکي کسان ټپیان سوي دي. ښايي په انتخاباتو کي فقط دوه میلونو کسانو برخه اخیستې وي، او دا په تاریخي لحاظ تر ټولو کم شمېر دی.
نیویارک ټایمز کاږي یوازنی تهدید طالبان نه دي، بلکي د رایو حساب به ښايي حکومت فلج کړي، اوږد سیاسي بحران به رامینځته کړي، او د سولي خبري به مختلي کړي.
د کابل په شمول په اکثرو ولایاتو کي خلک شکایت کوي چي خپل نومونه يې نه سوای پیدا کولای، او په زیاترو مرکزونو کي تخنیکي مشکلات ول.
نیویارک ټایمز لیکي کله چي جمهورریس ټرمپ د طالبانو سره خبري کېنسل کړې، انتخابات حتمي سول. او ۱۸ کاندیدانو اشتراک په کښې وکړ.
اخبار لیکي ډاکټر عبدالله او اشرف غني د انتخاباتو لپاره ستر ایتلافونه جوړ کړل، خو اکثره مبصرین وايي که چیرې یو کاندید په اول پړاو کي په کافي اندازه رايي و نه ګټي، د ۲۰۱۴ تکرار حتمي کېږي.
اخبار علاوه کوي، ۷۰ کلن غني د ۲۰۰۹ په انتخاباتو کي فقط درې فیصده رايي ګټلي وې. او اوس، اشرف غني زیات خلک او سیاسي مشران ناراض کړي دي.
خو ډاکټر عبدالله ځان اعتدالي او نرم تراشي، او د زیاتو جهادي مشرانو حمایت يې تر لاسه کړی دی.
نیویارک ټایمز لیکي ګلبدین حکمتیار وايي، یوازې به پراخ تقلب د هغه د څرګندې کامیابۍ مخه و نیسي. هغه وايي،«موږ د خپل راتګ څخه مه پښېمانه کوئ، په انتخاباتو کي مو د خپل ګډون څخه مه بېزاره کوئ. موږ دېته مه اړباسئ چي له بل آپشن څخه کار واخلو. موږ هر کار کولای سو، ځکه موږ يې تجربه لرو.»


















