شعار د عمر او علی رض او عملا ابوجهل او ابو لهب

څارنوال حشمت عبیدی
دا چی د افغانستان د خلکو زیاته سلنه د سواد له نعمته محروم دی او سربیره پر دی زیات وګړی د بیوزلۍ تر کرښی په ټیټه کچه کی ژوند کوی او څلویښت کلن جنګ نور هم له اده باده ویستلی چی د ښه او بد په توپیر کی یی خپل فکری توازن له لاسه ورکړی نو ځکه د غنی په څیر اوباشانو ته میدان خالی شوی او چه څه ډول نڅا ته یی زړه وی هغه ترسره کوی او چی د هر چا ډول ته یی زړه وی پخپله هم ګډیږی او خپل پیروان هم په نا اګانه توګه له ځان سره یو ځای ګډوی
غنی په دی تش شوی میدان کی ډول ډول ګډاوی وکړی او د خپلو بادارانو په لارښونه د ګډا ډول ډول ابتکارات یی ترسره کړل او دا لړۍ یی لا هم دوام لری او دا خاص د دی لپاره چی د ساده لوح افغانانو په سترګو کی خاوری وشیندی او تر ډیره بریده په خپل دی ماموریت کی بریالی هم دی او دا حربه د اسلامپالو پر وړاندی تر ډیره ښه پایله هم ثابته شوی ځکه د خلکو اذهان مشوش کوی او په خپله ګټه یی څرخوی
د غنی وروستۍ په ظاهره خوږه خو په حقیقت کی په زهرو لړلی نسخه د عمر او علی رض د مبارکو نومونو تر چتر لاندی خپلو له عقلو خلاصو پلویانو ته په مخ کی کیښوده او وایی چی که دا ځل مو بریالی کړم نو د عمر او علی په څیر حکومتولی به کوم حال دا چی عمر رض به ویل چی که د فرات د سیند په غاړه چیرته د بزی پښه له لاری وښوییږی نو مسؤلیت یی د عمر رض په غاړه دی ځکه چی عمر رض ولی ورته لار نه وه سمه کړی او د غنی قتل عام له هیچا پټ نه دی چی زرګونه خلک د ده تر مستقیمی قوماندی لاندی چی اعلی سرقومندان یی پخپله ځان معرفی کړی لا هم دوام لری
عمر رض آن د بزو له ژوند ژغورلو دفاع کوله او په زیان وراښتو یی ځان مجرم اعلان کړی و خو غنی د بزو خو پریږده چی د خپلو جنګ ځپلو افغانانو ژغورل خو پریږده برعکس په عمدی توګه یی بی ګناه وژنی نو آیا دا د عمر او علی په څیر حکومتولی راولی او که د ابوجهل او ابو لهب حکومتولی چی هغوی به هم هره ورځ به یی مسلمانان په ډول ډول تعذیبولو سره وژل
او آیا د عمر او علی لورګانی همداسی بربنډی ګرځیدی لکه مریم غنی چی نیمه بربنډه په امریکا کی ګرځی؟؟؟
آیا په رښتیا هم د غنی پلویان ړانده دی او که سترګی یی شته خو لیدل پری نه کوی؟؟؟
الله تعالی د داسی بی وجدانه انسانانو په اړه یونیم زر کاله دمخه اعلان کړی او خلک یی خبر کړی چی لهم ابصار لایبصرون بها یعنی سترکی لری خو حق پری نه ګوری غوږونه لری خو حق پری نه اوری او عقل یی شته خو د حق په اړه له تعقل نه کار نه اخلی



