لیکوال: امین وردګ
ستاسو به یاد وي چې کله د روسانو آخري ګوډاګی (ډاکټر نجیب) مجاهدینو له واکه لیرې کړ، نو د آمریکایانو او پاکستاني حکومت په خوښه صبغت الله مجددي په کابل کې د واک پر ګدۍ کېناست! دا چې نوموړی د دوو میاشتو لپاره ټاکل شوی ؤ، خو چې کله ده د ارګ خوندونه ولیدل نو یې واک ته دوام ورکړ، چې بیا له هرې خوا انتقادونه پرې پیل شول، تر دې چې وروسته له شاوخوا څلورو میاشتو واک همدغو لړلیو امریکایانو برهان الدین رباني ته وسپاره او حکمتیار یې صدر اعظم ورته وټاکلو.
دا چې له یوې خوا دوی ته نقشه همداسې طرحه شوې وه چې سره ویې جنګوي، خو له بلې خوا دوی هم د الله لپاره نه، بلکې د قدرت لپاره د یو بل خوړلو ته وږي وو، نو ځکه خو په لنډه موده کې د رباني او حکمتیار پلویان د کابل په زړه کې سره ونښتل، چې بیا سیاف، مزاري او دستم هم ورګډ شول.
لنډه یې دا چې د کابل په ښکلي ښار کې کوڅه په کوڅه او کور په کور جګړه ونښته.
هر ډول وحشت وشو؛ پاک لمنو پېغلو د مکرویانو له بلاکونو څخه د دستمي ملېشو له وېرې (چې عزت یې لوټ نشي) ځانونه لاندې را وغورځول، چې په هغې ډله کې یوه شهیده پېغله د ((ناهید)) په نوم تاریخ ثبت کړې ده.
د مزاري کسانو رقص مرده وکړ.
ژوندی کس به یې لاس تړلی راوست، د شفیع دیوانه (چې نن یې ناولی انځور د کال په دهبوري چوک د شفیع هزاره په نوم له مزاري سره یو ځای ځوړند دی) مخې ته به یې ودراوه، غوړي به یې ښه جوش او سره کړل، خو چې کله به یې د لاس تړلي بندي سر په چاړه پرې کړ، نو په بېړه به یې د هغه ورمېږ په سرو غوړیو کې غوټه کړ، بیا به یې پرېښود، هغه به نو د دغه وژل شوي انسان وینه بنده شوه، تنه به یې داسې غورځېده لکه کورنی چرګ چې حلال کړل شي او بیا خوشې کړل شي! نو دوی به دغه ته رقص مرده ویل.
د کډه شویو کابلیانو کورونه پاک چور شول، آن کړکۍ او دروازې یې هم و ایستل شوې، د کورونو په منځ کې شنې خو تږې ونې د دغو لنډغرو په پوستو کې د بخاریو خوراک شوې.
احمد شاه مسعود (چې د رباني تر ټولو پیاوړی او معتبر نظامي قومندان ؤ) ، عبدالرب رسول سیاف، جندرال دستم، عبدالعلي مزاري، ګلبدین حکمتیار؛ دغه پنځه ښاغلي د جګړې ستر او مشهور لوري بلل کېدل، چې اوس هغه دوه تللي خو ځایناستي یې شته چې تر هغوی کم نه دي؛ مګر دا دری خو هغه دي چې ښه په جرئت سره زموږ او کابلیانو په سر د بیا حکومت کولو کلکې ارادې هم لري.
خو بیا مو دې الله ترې وساتي.
که څه هم چې ما په تېرو دوو مقالو کې وړاندوینه کړې چې اشرف غني به بیا هم پر موږ مسلط شي او په دغې پروسه کې به نوموړی لومړی، عبدالله دویم او حکمتیار دریم وي (دا یو تخمین دی مګر اصل معلومات الله ته شته، نه بل چاته)
خو اوس کله کله دا پوښتنه هم راته پیدا شي چې؛ د کابل پخواني قاتلان بیا ولې سره نږدې شول؟ آیا د امریکایانو نقشه خو به بیا همغه پخوانۍ نه وي؟
وېرېږم والله ! همغه قاتلین نن په لوړو چوکیو او سترو لقبونو و نازول شول چې د کابل ښکلی او د نازونو ښار یې یو وخت په کنډوالو بدل کړ ، نو هسې نه چې بیا مو پرې بې پته او بې کوره کړي.
افسوس! هېچا دا جرئت و نکړ چې د هغوی په وړاندې د کابلیانو د مظلومیت غږ پورته کړي او نه کابلیان په میدان کلک و درېدل.
اوهو…! څوک به نن ووایي چې احمد شاه مسعود د کابلیانو سرونه، نوامیس او مالونه لوټ کړل؟ ځکه چې هغه یې اوس په (قهرمان ملي کشور) باندې مشهور کړی.
سیاف ته به څوک قاتل او لوټمار ووایي! هغه نن د(استاذ) په درانه نامه سره یادیږي.
دستم وګورئ! په ټولو دورو کې د لوړو پوستونو صاحب ؤ، لومړی معاون د جُمهوري ریاست!
حکمتیار وګورئ! (مفسر، علم دین، د دوو جهادونو امیر) اوس جُمهوري ریاست ته په دریمه درجه کې کاندید هم دی.
رباني بیچاره خو وژل شوی، خو لقبونه یې ښه وزمین دي (استاذ، شهید صلح،) څوک به ووایي چې څومره کابلي مظلوم ماشومان یې شهیدان کړل؟
نه نه! هغه دردونه يوازې په هغو سینو کې شته؛ چې هلته ایمان او وجدان لا ویښ دي، له نورو سینو الوتي.
نو منظور مې دا دی چې؛ دغه قاتلین بیا سره خوله په خوله شول.
وایم!: بیا د ارګ شاوخوا ته ښکر په ښکر نشي، بیا د کابل دا دنګې او رنګینې ماڼۍ سره و نه نړوي.
مګر کله مې کابلیانو ته هم درد راشي چې ولې دوست او دښمن نه پېژنئ!
یا الله! ریښتینې او په اسلامي مېتود کې دننه سوله راکړه او دغه ناولې او بدمرغه څېرې نور درکډه او موږ ترې خلاص کړه، پر ځای یې داسې څوک زموږ حاکم کړه چې ستا خوښ وي.


















