ایران څلور کسان، بهرنیو هیوادونو ته د جاسوسۍ په تور محاکمه کړي

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۹تله، ۱۳۹۸)

د ورکړل شویو راپورونو پر اساس چې نن د ایران محکمې څلور کسان د خپل هیواد سره د غدر او بهرنیو هیوادونو ته د جاسوسۍ په تور محاکمه کړي دي.

په دغو څلورو کسانو کې یې یوه ته د امریکا د جاسوسۍ په تور د اعدام سزا اورول شوې ده.

همدا رنګه دوه تنه نور هم امریکا ته د جاسوسۍ په پلمه په لس کلن بند محکوم شوي او یوه کس ته بیا د برېتانیې هیواد د جاسوسۍ په تور د لس کاله بند سزا اعلان شوې ده.

امریکا او برېتانیا تر اوسه د ایراني حکومت د دې کار په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو څو ځل وړاندې یې د داسې کړنو په اړه منفي نظر څرګند کړی او محکوم شوي کسان یې بې ګناه بللي دي.

ایراني چارواکي بیا وایي چې دوی به د خپل هیواد دښمن هېڅکله هم معاف نه کړي او چا ته به اجازه ورنکړي چې د پردیو لپاره کار وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button