کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ تله ، ۱۳۹۸ل)
ایران د درېمګړو هېوادونو په توسط دسعودي له لوري ور رسېدلي پیغامونه مثبت یاد کړي، او یاد هېواد یې دخپل چلند بدلون ته رابللی.
دایران دولسمشر ویاند علي ربیعي زیاته کړې، که سعودي په خپل چلند کې بدلون راولي نو دوی یې هرکلی کوي او د پخلاینې پر خبرو به غور وکړي.
هغه که څه هم د دې پیغامونو جزیات نه دي ډاګیز کړي، خو زیاته کړې یې ده چې حسن روحاني ته د درېیمګرو هېوادونو له لورې د سعودي رسېدلي پیغامونه مثبت دي او دوی به ورسره پر مذاکراتو، وروسته تر هغه غور وکړي چې دا هېواد د ایران پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې سعودي څه موده وړاندې پر خپلو تیلي تاسیساتو شوي برید کې ایران په لاس لرلو تورن کړ او د مناسب اقدام خبره یې وکړه خو اوس داسې ښکاري چې هڅه کوي ورسره له سوله ییزو لارو د مسائلو حل ته ننوځي.
سعودي چارواکو لاهم دتهران پر کړې ادعا تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ددې ادعا هر کلی شوی او غوښتنه شوې چې ایران او سعودي دې راولاړ شوی کړکېچ دخبرو له لارې حل کړي.


















