مسلمیار حوا نورستانۍ ته: بې بایومیټرک رایه به دې په پلار هم شمېرم

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۹تله، ۱۳۹۸)

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار نن د سنا په عمومي مجلس کې د تاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ ته توند غبرګون ښودلی دی.

مسلمیار ویلي چې د بعضو دوستانو له خولې مې اوریدلي چې د ټاکنو د کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ ویلي چې بغیر بایومیټرک رایه به نه شمارل کیږي.

مسلمیار د نورستانۍ د دې خبرو په ځواب کې ویلي چې دغه رایې به د دې په پلار هم شمارم.

په تیرو ټاکنو کې بیا هم د پخوا څخه زیات د درغلیو خبرونه ورکړل شوي او ډول ډول ویډیوګانې لاس په لاس کیږي چې د یو کاندید په ګټه بکسونه ډکیږي.

د شنونکو په اند چې ممکن دا ځل ټاکنې د پخوا په څېر یو ځل بیا سره ګډوډي شي او مخکښ نوماندان په خپل منځ کې سره ښکېل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button