روسيه: بهرنيان په افغانستان کې د بحران په حل کې پاتې راغلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۱، پنجشنبه)

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وايي، غربيانو په افغانستان کې نږدې شل کاله تير کړل خو بیا هم د دغه هيواد بحران حل نه شو.

د لاوروف په وينا، دا مهال د افغانستان وضعيت ترینګلی دی او بايد په دغه هیواد کې د بحران د حل لپاره جدي ګامونه واخيستل شي.

نوموړی زياتوي د پخواني ولسمشر د هغه دريځ ملاتړ کوي چې ويلي و بهرنيان په افغانستان کې د جګړو د ختميدو نه بلکې د جګړو د لا پراخيدو لامل ګرځیدلي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير وایي، غرب په افغانستان کې د پراخو امکاناتو په لرلو سره بیا هم د دغه هیواد بحران په حل کې ناکام شوي دي.

په افغانستان کې ولسمشرۍ جنجالي ټاکنې، نا امني، فقر او د ښې حکومتولۍ نشتوالی هغه څه دي چې هيواد يې د بحران سره مخ کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button