يونېسف: افغانستان کې ۶۰۰ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ تله ۱۱، پنجشنبه)

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره يونيسف وايي، په افغانستان کې تر ۶۰۰ زره (شپږلکه) کوچنيان په خوارځواکۍ اخته دي.

د يونيسف له لوري نن پنجشنبه په خپره شوې خرپاڼه کې راغلي، چې په ټول افغانستان کې دوه ميلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې له ډلې يې د ۶۰۰ زره ماشومانو وضعيت د انديښنې وړ دی.

يونيسف اداره وايي، دو د دغه وضعيت د کنترول او د کوچنيانو د يادو ستونزو د حل لپاره شل ميليونه ډالرو کومک ته اړتيا لري.

د يونيسف راپور کې راغلي، چې په ۲۰۱۹م کال کې  د تیرو دوو کلونو په پرتله پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر زیات شوی دی.

په راپور کې ناامني، وچکالي، روغتيايي خدماتو ته نه لاس رسی او د خلکو په ځانګړې توګه د میندو نه پوهاوی په دغه هیواد کې د خوارځواکۍ د وضعیت د خرابیدو له اصلي لاملونو څخه یاد شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button