انتخاباتي غربي حربه او د کاندیدانو هوس

سرليکنه
انتخابات خو هسې هم یوه غربي کرغیړنه نسخه ده چې په اسلامي هیوادونو کې د خلکو د تیر ایستلو او اغفال کولو په موخه د دې لپاره په کار اچول کیږي څو د استعمار نه وروسته پرګنې استحمار کړي او د واک واګي داسې چاته ولیږدوي چې یواځې څیره یې د خپل هیواد وي خو ککرۍ یې د غربیانو وي چې له کبله یې ډیری غافل خلک تیر وځي او د استعمار او استحمار دواړو جغونو ته سر ښکته کوي.
زمونږ په هیواد کې چې د استقلال او آزادۍ او اسلامي نظام د اقامې لپاره یې خلکو خپل خپل شل لکه ګران بچیان او د زړه ټوټې قرباني کړي خو له بده مرغه او په ډیرې خواشینۍ سره چې جهادي رهبرانو یې په وینو لوبې وکړې چې د بې اعتنایۍ له کبله خبره تر دې ورسیده چې د اسلامې نظام حاکمول یې یو خیال ثابت کړ او سربیره پردې غربي بربنډې دموکراسۍ په خلکو کې دومره سرایت وکړ چې ځانونه د کفر تر بریده رسوي خو د جهادي مشرانو د ناوړه اعمالو نه د سخت حساسیت له کبله آن له اسلامه مرور دي او د اسلام او اسلامي نظام د راوستو لپاره فکر قدرې هم نه کوي او د انتخاباتي غویمنډ لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو ولاړ دي او فکر کوي چې د ژغورنې یواځینۍ ښاپیرۍ یواځې د غربیانو په لاره تلل دي او بس.
نن د انتخاباتي غویمنډ له ترسره کیدو نه پس د قدرت وږو او تږو کاندیدانو هغه انډوخر پیل کړی چې نه کوم هیواد په تیر تاریخ کې ساری لري نه اوس او نه به څوک په راتلونکي وخت کې څوک په کوم هیواد کې وګوري د قدرت دغه لیوني نه د هیواد په کیسه کې دي او نه د جنګ ځپلو هیوادوالو بد حالت په نظر کې نیسي او لامل یې همدا دی چې دغه ډول بې وجدانه خلک غربیانو په عمدي توګه د دې لوبې لوبغاړي ګرځولي څو اولس او ملت له خپلو مشرانو او سیاسیونو زړه تورن کړي او داسې حساسیت ورسره پیدا کړي چې نور هر ډول استعمار او استحمار ته لبیک ووایي خو چې ژوند یې تضمین وي او بس
له بل اړخه استعمار دا هڅه هم توده ساتي چې د هیواد اصیل بچی چې خپل هیواد او هیوادوالو ته صادق او مخلص او خدمتګار دی د بنسټپالو او ترهګرو په نوم د خلکو په اذهانو کې بدنام کړي.
ځکه یې خپلو بې وجدانه غلامانو ته انتخاباتي غویمنډ او انډوخر زمینه برابره کړې او بې خرته پانګونه یې پرې کړې څو د شل لکه شهیدانو آرمان په اوبو لاهو کړي او د بواح کفر قانون حاکم وګرځوي خو دا آرمان به یې تر هغې پوره نشي چې د یوه رښتیني افغان په بدن کې ساه چلیږي (ومکروا و مکرالله والله خیر الماکرین).



