امريکا: د بم غورځوونکې الوتکې لويدو پيښه کې اووه تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۱ پنجشنبه)

امريکايي چارواکي وايي، چې د دويمې نړيوالې جګړې یوه بم غورځوونکې الوتکې د سقوط پيښه کې اووه تنه وژل شوي دي.

د چارواکو په وينا، دغه الوتکه د هارټ فورډ شمال لوري ته د بريدلي نړیوال هوايي ډګر تر څنګ د بيړنۍ ناستې پر مهال لويدلې ده.

د کنيکټيک ایالت چارواکي وايي، په الوتکه کې د درې پيلوټانو په شمول ديارلس تنو شتون درلود چې اووه تنه پکې وژل شوي دي.

تر اوسه د الوتکې لويدو لامل نه دی په ډاګه شوی خو د ځايي مسؤولینو په خبره په اړه يې پلټنې پيل کړيدي.

مربوطه مطالب

Back to top button