پاکستان: طالب او امریکایي استازي به سره وګوري

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۲ تله ، ۱۳۹۸ل)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دطالب او امریکایي پلاوي له مخامخ کتنې خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پخپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا پر طالبانو د نظامي فشار اچولو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، په دغه هېواد کې له طالب استازو سره تر لیدنې وروسته، له دغې ډلې سره د خبرو بېرته پیلولو په اړه خوشبیني څرګنده کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې، پاکستان او طالبان له سره د سولې مذاکراتو پر پیلېدو ټینګار کوي.

امریکا طالبانو سره لس میاشتني مذاکرات وروسته له هغه لغوه کړل چې یادې ډلې کابل کې پر بهرنیو سرتېرو غبرګې حملې وکړې او درنده مرګ ژوبله یې ور واړوله.

مربوطه مطالب

Back to top button