طالب پلاوي دعمران په ګډون له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره کتلي دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۲ تله ، ۱۳۹۸ل)
دطالبانو پلاوي پاکستان ته د خپل سفر په اوږدو کې د دغه هېواد له صدراعظم عمران خان په ګډون یوشمېر لوړ پوړو امریکایي چارواکو سره کتلي او د افغان سولې په اړه یې په ځینو مهمو موضوعاتو خبرې کړي دي.
که څه هم د پاکستان حکومت لا تر دې دمه په رسمي توګه د طالبانو او عمران خان د لیدنې په اړه څه نه دي ویلي، خو پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې عمران خان له طالبانو سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره په افغانستان کې پر سولې ټینګار کړی دی.
عمران خان همدارنګه طالب پلاوي ته ډاډ ورکړی چې اسلام اباد به په افغانستان کې د سولې لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
پاکستانۍ رسنۍ وايي چې د طالبانو له پلاوي سره د عمران خان په لیدنه کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه هم حضور درلود.
دیادونې وړ ده چې دملابرادر په مشرۍ یو لوړ پوړی طالب پلاوی دچهارشنبې په ورځ پاکستان ته په رسمي سفر ولاړ اوهلته یې د یاد هېواد لوړ پوړو چارواکو سره په مختلفو موضوعاتو مفصلې خبرې وکړې.



