په عراق کې تاوتریخوالی؛ شیعه مشر له حکومتي چارواکو د استعفاء غوښتنه کړې

کابل ټکی کام( شنبه، ۱۳تله، ۱۳۹۸)
په عراق کې د شیعه ګانو مشر مقتدي صدر د دې هیواد له حکومتي چارواکو غوښتنه کړې چې خپلې دندې دې پریږدي.
صدر دا خبره وروسته له هغه په یوه خپره شوې اعلامیه کې کړې چې په عراق کې د لاریونونو له امله تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.
پولیسو همدا راز د مظاهره چیانو په وړاندې له تشدده کار اخستی چې د ورکړل شویو راپورونو پر اساس ۶۰ کسان یې وژلي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
مقتدي صدر د دې حالت د پای ته رسیدو د پاره وړاندیز کړی چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې دې ژر شفافې ټاکنې ترسره شي او له دې لارې دې یو حکومت جوړ شي.
نوموړي همدا راز په پارلمان کې د خپل ګوند له غړو غوښتي چې د پارلمان غړیتوب دې وځنډوي.
دی وایي د عراقیانو په دې حالت چپ پاتې کیدل نه بښونکی جرم او ظلم دی.
په ورته وخت کې امریکا او ملګرو ملتونو هم د عراقیانو په وړاندې د پولیسو چلند د خواشینۍ وړ بللی خو له حکومته یې غوښتنه کړې، چې حوصله وکړي.



