نن سبا اسلام ته کار کول د اور په سکروټو تلل دي

څارنوال حشمت عبیدی

د میډیا د شیطاني جال اندازہ د ډاکټر ذاکر نایک  په اړه د دوی له اوسنیو منفي پروپاګندو او بهتانونو نه لګولی شو.

ډاکټر صاحب په هندوستان کي واکمن متشدد تروریستي تنظیم هغه د حق په ویلو او اسلامي دعوت په جرم په ډول ډول پلمو له هیواده شړلی دئ، پر ده دا تور لګول شوی چي په بنګال کي پر کېفې په ترسره شوي برید کي تورن بریدګر د ده له تقاریرو متأثر شوي وو.

بـرطانیې ته هم د ده پر ننوتلو بندیز لګول شوی دئ، ځکه د برطانيې مخکینی لومړی وزیر چي د کوم بادار(بُـش) “پوډل”(د سپي یو نسل) وو، ډاکټر صاحب همهغه بادار تروریست او د سپتامبر د پېښو اصل عامل بللی وو.

وروسته مالیزیا هغه ته خپل مستقل تابعیت ورکړ خو دښمن دا عظیم داعي هلته هم نشو زغملی او دده پر ضد ئې د متعصبانه پروپاګندو په جاري ساتلو سره له مالیزیا نه د ده د راشړلو هڅي جاري وساتلې، هند له مالیزیا نه رسماً غوښتنه وکړه تر څو نایک صاحب د یوه مجرم په صفت دوی ته وسپاري خو د مالیزیا دولت د هند عریضه رد کړه.

د دې تر څنګ د حق مخالفین ځیرک ناست ول چي بالاخر تېـره هفته دوی ته یو بل چانس په لاس ورغی:

په مالیزیا کي د “اسلامو فوبیا” پر موضوع د وینا پر مهال ډاکټر صاحب په چین کي پر مظلومو اېغوري مسلمانانو د کمونیستي رژیم ظلمونه وغندل او پر هغوی ئې د غم اظهار وکړ او وئې ویل چي ډېر اسلامي هیوادونه د مسلمانانانو پر ځای د چین ملاتړ کوي.

همدلته له مالیزیا نه د ویستل کېدلو د غوښتني په لړ کي ډاکټر صاحب وویل چي د نورو خلکو په راخپلولو کي د مالیزیا رول بې ساری دئ، خو ځیني خلک له دې ځایه زما د ویستلو غوښتنه کوي، زه خو دلته “نوی مېلمه” یم، خو که تاسي غواړئ مېلمانه وشړئ نو لومړی “مخکیني مېلمانه” یعني چینایان له مالیزیا وباسئ، ځکه هغوی هم دلته نه دي زېږېدلي بلکي له چین نه را کډوال شوي دي. ده وویل چي هغه هندوانو ته چي دلته ئې شمېر هم ډېر ټیټ دئ خو بیا هم تر هغو مسلمانانو چي په هند کي د خپلو مسلمو حقوقو نه بې برخي دي ۱۰۰-ځله مناسب او ښه حقوق ورپه برخه دي، تر دې بریده چي دوی(دا کم شمېر هندوان) په سیاسي معاملاتو کي د مالیزیا د لومړي وزیر پر ځای د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د ملاتړ لپاره هم آزاد دي.(د ده اشاره د خپل هیواد نه د ویستل کېدلو مسئلې ته وه.)

اوس میډیا د خپل دجالي صفت په پر ځای ساتلو سره دغه دواړو خبرو ته غلط رنګ ورکړ او سمدستي ئې وائرل کړې، دوی ویل چي ګواکي نایک صاحب له مالیزیايي دولت نه د چیني کډوالو د شړلو غوښتنه وکړه. او ستر تور ئې لا دا ورباندي ولګاوه چي ډاکټر صاحب وویل چي هندوان د مالیزیا پر ځای هند ته ډېـر وفادار دي…

او په دې ډول ئې د ډاکټر صاحب په نسلي تعصب په تورنولو سره د مالیزیا نه د هغه د ویستلو زوروره غوښتنه پیل کړې ده.

دلته نو د مالیزیا درې وزیرانو تنقیدي بیانونه وکړل او له دولت نه ئې د نایک صاحب د هیواده د ویستلو غوښتنه پیل کړه، دې غوښتني دومره شدت وموندو چي محاضر(مهاتیر) محمد هم دې ته اړ شو چي ووايي چي ډاکټر نایک تر سره کرښه واوښتی، د محاضر صاحب لور ویلي چي د ډاکټر صاحب ملاحظات “رېسسټ/مقاومتي” دي، او دا چي د ده خپل ډېر دوستان چینایان دي نو ځکه مي والد صاحب خفه شوی دئ.

ډاکټر صاحب ویلي چي د ده خبري ناسمي انعکاس شوي دي،  میډیا په ډېر غیر مسئولانه ډول سره د ده خبرو ته غلط رنګ ورکړی، د ده هدف هیڅکله داسي نه وو، خو بیا هم د چینایانو د احساساتو په ژوبل کېدلو سره ده رسماً بخښنه ترې غوښتې ده.

اوس به ګورو چي مالیزیايي دولت د ده په اړه څه پرېکړه کوي، که چيري دی له هیواده ویستل کيږي نو د دولت مخالفین به د اسلامپالو د اکثریت په ملاتړ ترلاسه کولو سره د دولت لپاره ستونزي وزېږولی شي، هغه که څه هم د سیاسي پوائنټ سکورنګ په بڼه وي…

خو اصل خبره دا ده چي دا هیڅ ممکن نه ده چي ته دي د انبیاوو پر طرز عمومي دعوت کوې او باطل دي چوپ درته ناست وي او د ستونزو جوړولو هڅي دي نه کوي…

مربوطه مطالب

Back to top button