له طالبانو سره د خبرو په اړه د بهرنیو چارو وزارت او ارګ ترمنځ د ټویټونو جنجال

کابل ټکی کام( شنبه، ۱۳تله، ۱۳۹۸)
له طالبانو سره د مذاکراتو د پیل په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ او ارګ ترمنځ ناندرۍ راولاړې شوي دي.
که څه هم طالبان لا تر دې دمه له افغاني لوري سره خبرو ته حاضر نه دي او په دې بیا ډیر ټینګار کوي چې له افغان حکومت سره هېڅکله هم د حکومت په حیث خبرو ته نه کیني خو په حکومت کې دننه د ارګ او د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ په دې اړه جنجال راپورته شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي چې له طالبانو سره به ډیر ژر د سولې خبرې پیل شي او ټول به د دې شاهدان واوسو.
احمدي همدا راز زیاته کړې چې سوله زموږ لومړیتوب ده او په ټکو یې چې دوی هیله لري چې پاکستان به په دې برخه کې عملي قدم پورته کوي.
خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي بیا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند خبرې رد کړي او دا یې د نوموړي شخصي نظر بللی دی.
صدیقي ویلي چې د سولې پالیسي ارګ جوړه کړې او په وینا یې عملي کول یې هم د دوی کار دی.
ارګ پاکستان ته د طالبانو د لوړ رتبه هیئت په ورتګ سخته خواشیني ښودلې او دا یې د دیپلوماتیکو اصولو خلاف عمل بللی دی.
د یادونې وړ ده چې له دریو ورځو راهیسي د طالبانو یو لوړ رتبه پلاوی د طالب مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ په اسلام اباد کې دی او هلته یې د لومړي وزیر عمران خان په ګډون له نورو لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي.
ویل کیږي طالبان همدا راز د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم کیناستلي او وضاحتي مجلس یې سره کړی دی.



