کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ تله ، ۱۳۹۸ل)
پاکستاني چارواکو طالب پلاوي سره له درې ورځنیو خبرو وروسته خبر ورکړی چې طالبان لاهم امریکایي لوري سره دلس میاشتنیو مذاکراتو احتمالي هوکړې ته ژمنتیا لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلې، طالبان لا هم هغه احتمالي هوکړې ته ژمن دي چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ پرې مذاکرات شوي وو.
دده په خبره امریکا که وغواړي طالبان دې ته هم تیاری لري چې خبرې ورسره پیل کړي او روانه خونړۍ جګړه له سولییزو لارو چارو حل کړي.
قریشي ټینګار کړی دی چې پاکستان د خبرو د بیا پيلېدو پلوی دی او د په ټپه ولاړو خبرو په بیا پیل کې هڅه کوي.
درې ورځې کېږي طالب استازي په پاکستان کې دي او هلته یې ددغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي.
رسنیو او سیاسي شنونکوپه خپلو تحلیلونو او راپورونو کې ویلي، چې ښایي له همدې سره د طالبانو او امریکا ترمنځ په ټپه درېدلې خبرې یو ځل بیا پيل شي.
دطالبانو او امریکایانو ترمنځ لس میاشتني مذاکرات وروسته له هغه لغوه اعلان شول چې دې ډلې کابل کې پر بهرنیو ځواکونو غبرګې حملې وکړې چې درنده مرګ ژوبله یې ور واړوله.


















