ټایمز: دطالب او امریکایي استازي د لیدنې پر مهال دناټو عمومي قومندان هم وجود درلود

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ تله ، ۱۳۹۸ل)
نیویارک ټایمز وایي، اسلام آباد کې د خلیلزاد او طالبانو تر مینځ خبري غیر رسمي وې، او ښايي رسمي خبري په آینده کي بېرته شروع سي.
نیویارک ټایمز ته یوې منبع ویلي دي چي پدې ملاقات کې دخلیلزاد ترڅنګ دناټو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر هم موجود وو.
اخبار لیکي، که چیرې د سولې خبرې بیا پیل سي، ایا سمدستي به موافقه ورسره اعلان سي، او که به د نهايي اعلان لپاره زمینه څه برابره سي.
ټایمز زیاتوي، یوه چاره به دا وي چي دواړه خواوې دجګړې په پایته رسولو سره تشدد را کم او یو دایمي اوربند وکړي.
سیاسي شنونکي د خلیلزاد او طالبانو یاد سفر تصادفي نه، بلکه په نیویارک کې د ټرمپ او عمران خان تر منځ موافقه سوې او د باور جوړونې مقدماتي لیدنه بولي.



