امریکا د فرعونیت له قصره د رود نیل تر څپو!

لیکوال بدر ځلاند

نیږدې دوه لسیزې پوره کیږي چې د اکتوبر په اووم تاریخ هغه د کبر غرور وحشت او فرعونیت ورځ وه چې نړیوال متکبر د عصر فرعون جورج ډبلیو بوش
د خپل فرعونیت له قصر سپینې ماڼۍ څخه هغه له کبر غرور ډکې خبرې وکړي او ټوله نړۍ یې وننګوله
چې نن به یا زما قدرت منۍ او یا به د نړۍ له مخ څخه ورکیږۍ
د بوش دا خبرې هو بهو د فرعون د خدایي له دعوې سره ورته وې
خو فرعون صرف په مصر کې د خدایي دعوه وکړه او د انا ربکم الاعلی غږ یې وکړو
خو بوش بیا له فرعون څخه ډیر مخته تیر شو او د ټولې نړۍ اسلامي او غیر سلامي هیوادونو ته یې اخطارونه ورکړل
مصري فرعون چې کله د خدایي دعوه وکړه نو زور یې ټول له غریبو او بیوزله بني اسرائیلو وویست او د خپلې باطلې خدایي هر فرمان یې په بني اسرائیلو تطبیق کاوو
کله چې کاهنانو ورته وویل چې په بني اسرائیلو کې به یو تن پیدا کیږي او ستا خدایي او د غرور قصرونه به له منځه وړي نو فرعون ظالم په هغه کال د بني اسرائیلو اتیا زره تنکي ماشومان د مور او پلار په مخکې په ډیر وحشت سره ووژل
خو د الله جل جلاله فیصله بدله وه
امریکایي فرعون بوش هم د پخواني مصري فرعون په شان د خپلې دروغژنې خدایي زور نړیوالو ته د افغانستان په مظلومو مسلمانانو ورښکاره کړو

خپلې د غرور وسلې طاقتونه او وحشي قاتل عسکر یې له امریکا څخه د ځمکې او هوا له لارې را مرش کړل
تر افغانستان پورې په دومره کبر غرور راغلل چې په زرګونو کلومټره مزل کې نه کوم مسلمان هیواد دا پوښتنه ترې کولای شوه چې خیر ده؟ کوم طرف دې مخه کړې څه خبره ده؟
او نه کوم کفري هیواد ددې پوښتنې جرئت لاره.

دا مزل یې هم هوبهو د مصري فرعون هغه مزل ته ورته وو کله چې فرعون سره د زرګونو لښکرو د بني اسرائیلو د نیولو او وژلو په نیت په ډیر غرور د رودنیل په طرف روان شول او دا فیصله یې کړې وه چې یو به هم ژوندی نه پریږدي

د الله جل جلاله عجیبې فیصلې وي انسانان یې له انجام څخه ناخبره وي او په ابتداء کې یو کار تباهي او هلاکت ورته ښکاري خو الله جل جلاله د ددې کار انجام کې غټ بدلون ته اراده وي

موسی علیه وعلی نبینا صلی الله علیه وسلم چې کله اوبو د فرعون د کور طرف نهر ته برابر کړو نو د موسی علیه السلام مور او خور ډیرې غمجنې شوې چې هلک مو په لوی لاس ددښمن کورته وربرابر شو
او هلته د موسی علیه سلام مرګ سل په سله ځکه یقیني وو چې فرعون ته ویل شوي وو چې سږکال به ستا د خدایي د زوال لپاره یو ماشوم زیږیږي او فرعون هم تر دې دمه اتیازره د بني اسرائیلو ماشومان وژلي وو
خو د تقدیر فیصلې بدلې وي موسی علیه سلام یې د همغه فرعون په کور کې زلمی کړو

د امریکایي فرعون سره هم الله جل جلاله همغه معامله وکړه
کوم کسان چې نن د امریکا د زوال ګواښونه کوي او د فرعوني امریکا د هرې خبرې ځواب د امریکا په هلاکت او شکست ورکوي هغه کسان الله جل جلاله د همغې فرعوني امریکا په غیږ ګونتنامو کې د امریکا له ټولو بمباریو وژنو چاپو څخه خوندي وساتل او خرڅ خوراک یې هم د فرعوني امریکا په غاړه وو

خو داده څوکاله بعد الله جل جلاله بیا یو فرعون د رود نیل څپو ته برابر کړی ده او د غرور تکبر د ژوند
اخیري سلګۍ یې دي
داده نن بیا الله جل جلاله د عصر یو ظالم فرعون چې ټولې نړۍ ته یې اخطارونه ورکول اوس د ځان په ټولیدو او خلاصیدو نه پوهیږي

الحمدلله الله جل جلاله دا انعام او سر لوړي په ټولو عربو او عجمو کې د افغانستان غریب بې وسه او دربدره ولس ته ور وبښله او دا یې ثابته کړه چې د الله د مخلصو بندګانو مقابله د هیڅ مغرور او زورور کار نه ده
دوه لسیزې وړاندې د اکتوبر په دوهمه ټوله نړۍ په داسې ویره کې وه چې د خپل ځان د وجود او عدم واکداره یې امریکا بلله

خو دوه لسیزې وروسته د افغان مسلمان غیرتي ملت قربانیو ټوله نړۍ د ارام ساه اخیستلو جوګه کړه
اوس هغه خلک چې جوج بوش ددنیا په یو کونج کې هم د ژوند تیرولو ته نه پریښودل نن همغه امریکایي لوړپوړي فرعونیان او هامانان ورته په دې زاریو اخته دي چې څنګه د رود نیل څپو کې ځانته د نجات لاره پیدا کړي

نن د فرعوني امریکا د نجات واک الله جل جلاله هغو کمزورو افغانانو ته ورکړی چې ټولې نړۍ یې د ورکیدو تکل کړی وو
هرڅه تیر شول چا د امریکا په غلامي او د کفر په ملاتړ هرڅه له لاسه ورکړل خسرالدنیا والاخرة شول، او چا د الله جل جلاله په نصرت، او د خپل دین په حقانیت باندې کلک باور وو یا یې د شهادت درجه خپله کړه جنتونو او د الله جل جلاله رضا ته ورغلل
او ځینې یې تر ننه ژوندي او د امریکایي یرغل د شکست شیبو ته انتظار ناست دي
افغانستان همغه افغانستان ده افغانان هم هغه افغانان دی او همغه یې صبر او استقامت ده
خو امریکا او ملګري کفري هیوادونه، او غلامان یې لاړل دربدر شول اوس د نړۍ د خندا شول

والحمدلله علی ذالک
وتلک الایام نداولها بین الناس

مربوطه مطالب

Back to top button